نوي ځوانان د سیاست په نوم د الحاد پر لور

لیکوال: باعث قطب

علم د ژوند اصول را ښیي او همداسې پر دې پاراګراف کې دیني علم او د شاخې په ډول عقیدتي علم؛ چې د دیني پوهې بنسټ شمېرل کیږي یو له فروضو څخه ده.

همداسې د نن پیر موډرن علوم او په دې پاراګراف کې لوړ تحصیلات د نن عصر او پیر له ضروریاتو او د ژوند له اړینو عناصرو څخه شمېرل کیږي او د انسان په حیث چې د دې خاورینې کرې خلیفه دی، د موثرو او اړینو طبیعي علومو د لاسته راوړنو شرعي مسئول دی، خو په دې علومو کې د هغو علومو د زدکړې مسئولیت په غاړه لرو چې د انساني زندګۍ د هوساینې لپاره کارول کيږي او د خدای ج د تشرېع د اعمال لپاره مرسته کوي.

خو هغه علوم چې یوازې تیوریکي او نظري بڼه لري لکه نظري اروا پوهنه (روان شناسي) او فلسفه چې پر افکارو بناء ده؛ او یوازې مو د اسلامي افکارو مخه، ځای او بلآخره مسئولیت نيسي، په کلي شکل باید د داسې پوهنو مخه ونیول شي او پر وړاندې یې جدي مبارزه وشي.

په همدې لړ کې هغه علوم چې په غربي سیاست سره استوار او بنأ وي او د اسلام د سیاسي نظام په تقابل کې قرار ولري؛ مردود ګڼل کیږي، خو همداسې علوم نن د یوې تحصیلي رشتې او څانګې په توګه د حقوق تر نامه لاندې په ګڼو پوهنتونو کې تدريسيږي چې یوازې د انسان د فکر په بناء تشکيل او سیاسي مکتبونو څخه عبارت دي، چې لدې سره زموږ سیاسي طُلاب له فکري درګرګوني او هوشپرکي او بلاخره له تفکیري تکفیر سره مخ کوي او د اسلام سیاست یوازې د کوچني ګوټ په نظر ګوري…

خو ستونزه داده چې زموږ ډېری ځوانان پردې مسئله په ناپوهۍ کې قرار لري او دې مسئلې ته یې پام نشته او ګڼ ځوانان مو د سیاست په نوم پر دې ډګر قدم ږدي او په لوی لاس د اسلام سیاسي نظام نادیده نیسي چې په دې لړ کې به نړیوالې اړیکې د نړیوالو قوانینو پر بنا پالي نه د اسلامي سیاست پر بناء !

په دې پوهنځي کې نه څوک د اسلام سیاسي نظام پېژني او نه کوم ارزښت ورته لري، بعد له فراغت یې فکر ټول د غرب په اوبو وینځل شوی او د لویدیځ د ثقافت چوپړ ته هر اړخیز چمتو وي او په ګرمۍ سره به ورته هرکلی وایي.

همدوی به لومړي وګړي وي چې د دیموکراسي او غربیزم د اعلاء پژواک کاږي او په ناشعورۍ سره به د غرب په چوپړ کې قرار لري، دا ځکه چې د همدې غرب پېژندنې له پوهنځي به تر لسانسه او ماسترۍ رسېدلی وي نو حتماً به دې فکري لارو ته وسعت ورکوي، چې نمونې او بېلګې یې په خلاصو او رڼو سترګو وینو چې د اوسني سیاست ډنډوریان او حامیان څوک دي او په څه ډول د لویدیځ صلیب له لوري د روبوټ په ځېر کنترولیږي او له همدې مرجع خړوب دي.

هغه چې په دې نظام د اسلامي اصلاحاتو غوښتونکي دي او غواړي د دې سمون په ترڅ کې د ډیموکراسۍ او اسلام تر نامه لاندې دروشته تایید کړي او تر ظل لاندې یې ژوند وکړي؛ وایو چې که د غرب زدګۍ داسې هټۍ او فابرکې شته وي؛ چې تاسو په خواشینۍ سره دا بصیرت هم نلرئ چې دا هرڅه په خلاصو سترګو ووینۍ؛ ښه به د اسلام بریا ته سترګې په لاره وئ ! او ستاسو دا دروشته به یوازې د صلیب په ګټه او د اسلامي نظام په تتېدنه منتج وي.

نو اړینه ده چې په لومړي قدم کې د همداسې الحادي تدريسي مراجعو مخه ونیول شي تر څو مو نوي ځوانان د سیاست په نوم د الحاد پر مسیر ولاړ نشي.!

د یو سوچه او زلاند اسلامي نظام په هیله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!