د زابل نوي امنیه قوماندان خپله دنده پیل کړه

نن د زابل ولایت نوي امنیه قوماندان مل پاسوال میرویس نورزي خپله دنده په رسمي توګه پیل کړه او ژمنه یې وکړه چې لومړی کار به یې په خپله ادره کې د فساد مخنیوی وي.

د زابل نوي امنیه قوماندان مل پاسوال مېرویس نورزي په رسمي ډول په خپله دنده پیل وکړ او په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خبرو پرمهال یې له خلکو سره ژمنه وکړه چې په خپله ادره کې به د فساد مخنیوی کوي.

میرویس نورزي له خلکو وغوښتل چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او زیاته یې کړه چې د خلکو له همکارۍ پرته د امنیت ټینګښت ناشونې خبره ده.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د زابل د سرپرست والي ترڅنګ د کندهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق هم برخه لرله او نوموړي د خپلو خبرو پرمهال وویل چې خلک دې د امنیتي ځواکونو لیکو ته د خپلو ځوانانو په جذب سره د امنیت په ټینګښت کې له افغان دولت سره همکاري وکړي.

د زابل د مخکیني امنیه قوماندان په وخت کې د امنیت د ښه ټینګښت په موخه، په مرکز کلات کې د موټرسایکلونو په تګ را تګ بندیز ولګېده چې خلکو ته یې ډېرې ستونزې رامنځته کړې او د زابل یو شمېر اوسېدونکو څو څو ځله له امنیتي مسؤلینو څخه پر موټرسایکلونو د لګېدلي بندیز د لیرې کولو غوښتنه وکړه خو ورته کوم مثبت ځواب ونه ویل شو.

تر اوسه لا دا معلومه نه ده چې د زابل نوی امنیه قوماندان به د خلکو دې غوښتنې ته څنګه ځواب ووایي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي حالت خراب شوی او څو ورځې وړاندې د هېواد د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې په یوه استجوابیه غونډه کې ویلي وو چې د هېواد یو شمېر ولایتونه له سخت امنیتي ګواښ سره مخ دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button