روسیه: د باخموت ښار مو په بشپړه توګه نیولی دی

عزم( یکشنبه، د غوایي، ۳۱مه، ۱۴۰۲): روسیې د اوکراین په ختیځ کې د باخموت ښار په بشپړه توګه د نیولو ادعا کړې ده.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د واګنر د تیري کوونکو اقداماتو او توپچي او هوايي ملاتړ سره یې دا ښار نیولی دی. د واګنر ځواکونو قوماندان دا هم وویل چې د دغې ډلې جنګیالیو اوکراینیان له باخموت ښاره په بشپړه توګه ایستلي دي.
د روسیې تر دې ادعا مخکې د اوکراین د پوځ یوه ویاند د واګنر د څرګندونو په غبرګون کې رویټرز ته ویلي وو: (( دا ناسمې ادعاوې دي. روسیي ځواکونه تشې اوازوې خپروي. زموږ ځواکونه لا په باخموت ښار کې مېشت دي.))
واګنر د روسیې امنیتي شرکت دی چې د مسکو لپاره د پیسو لپاره جګړه کوي او له میاشتو راهیسې د روسیې له اردو سره یوځای د باخموت ښار د نیولو هڅه کوي.
د یادونې وړ ده چې پر ختیځ باخموت ښار له ډېره وخته د دواړو خواوو ترمنځ جګړې روانې دي. روسیه هڅه کوي چې د یاد ښار تر نیولو وروسته د روسیې نورو ښارونو ته هم لاره پیدا کړي. د راپورونو له مخې د دواړو هیوادونو ځواکونه په یاد هیواد کې د پرمختګونو ادعاوې کوي.