هلمند کې سږکال د پروسږ په پرتله د شاتو په تولیداتو کې زیاتوالی لیدل شوی

عزم( یکشنبه، د غوایي، ۳۱مه، ۱۴۰۲): د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله د شاتو په تولیداتو کې زیاتوالی راغلی دی.
ځايي مسوولین په هلمند کې د شاتو د تولیداتو د زیاتوالي لامل د نویو نباتي ګلانو تولید او له دغه کر سره د هلمندي بڼوالو بلدتیا ښیي او وایي چې په یاد ولایت کې د شاتو کارو بار ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی.
د دغه ولایت د مچیو فارم لرونکي وايي، تېر کال یې له یو فارم څخه یو ټن شات ترلاسه کړي دي. فارم لرونکي وايي که د کرنې او مالدارۍ ریاست له دوی سره مرسته وکړي په کاروبار کې به یې نور مثبت بدلون راشي.
بل لور ته بیا د هلمند د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې ۱۰۰ فارمونه ثبت او راجستر دي او په وینا یې راتلونکې کې په پام کې لري تر څو د دوی فارمونو ته وده ورکړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!