مسلمان ځوان

مسلمان ځوان باید د الله (جلّ جلاله) او د هغۀ د رسول (صلی الله علیه و آله وسلم) مینه پۀ زړۀ کې ولري ، د اسلام پر ټولو احکامو او فرامینو عمل وکړي او خپل ژوند د اسلام پۀ چوکاټ کې عیار کړي؛ ځکه چې ژوند د یوۀ ماشین او اسلام یې د چوکاټ حیثیت لري.
مسلمان ځوان باید ټاکلی هدف ولري، د دۀ مقصود او مطلوب باید د الله (ج) رضا او اسلام ته خدمت وي.
خپل وخت پۀ بې ځایه ګرځېدو، راګرځېدو ضایع نه کړي؛ ځکه چې وخت ډېر زیات اهمیت لري.
پوهانو د وخت ارزښت له سرو زرو سره پرتله کړی، مګر زۀ وایم چې نه! له سرو زرو هم زیات ارزښت لري؛ ځکه چې سرۀ زر د وخت له برکته ترلاسه کیږي.
انسان لوبو او تفریح کولو ته ضرورت لري، مګر پۀ خپله اندازه؛ نه داسې چې ټول وخت په کې ضایع او خپل راتلونکی برباد کړي.
یو ځوان باید د خپل ژوند لپاره ځانګړی مهال وېش ولري؛ چې د درس وخت، د مطالعې وخت، د خوب وخت او د لوبو وختونه پکې مشخص وي.
مسلمان ځوان باید د علم پۀ حاصلولو سره خپله دنیا او آخرت ښایسته کړي، باید د تعلم تر څنګ تعلیم یا تدریس هم وکړي؛ ځکه: هغه علم هېڅ ګټه نه لري چې بل چا ته یې ونه ښیې؛ خو د علم سره عمل هم ډېر مهم دی! ځکه؛ که یو څوک علم حاصل کړې او عمل پرې ونه کړې؛ نو دا علم دۀ ته هېڅ ګټه هم نۀ رسوي.
د علومو هر فن ځانته اهمیت لري؛ که څوک عصري علم حاصلوي؛ نو موخه یې باید د الله (ج) رضا، خپل دین او وطن ته خدمت کول وي؛ نه یوازې د مال حاصلول.
دا پر هر مسلمان ځوان لازمه ده؛ چې د اسلام پر احکامو ځان پۀ کامله توګه پوه کړي.
زموږ په ټولنه کې ډېر داسې کسان شته، چې په عصري علومو کې ښۀ ماهر وي، مګر د ديني علومو له پلوه به ډېره کمزورتیا پۀ کې لیدل کېږي؛ خو بیا هم زموږ ټولنه د نورو اسلامي ټولنو په تناسب ښه ده الحمدلله.
که د درسونو تر څنګ یوه اندازه فزیکي کارونه وشي، نو دا به د بدن د سلامتیا لپاره ډېر اغېزمن وي.
مسلمان ځوان باید د صالحو کسانو ملګرتیا او له بدو اشخاصو ډډه وکړي.
ګوره وروره! که تۀ هر څومره ښه او صالح انسان هم وې، خو چې ملګري دې خراب وو، نو خلک پۀ ښۀ نظر نه درته ګوري؛ ځکه چې ملګری پر انسان اثر کوي؛ که یو بدعمله او بېکاره کس له نېکانو سره ملګرتیا وکړي، نو یا بۀ د هغوی نېک اعمال پر دۀ تاثیر کوي او د وخت په تېرېدو سره به له دۀ څخه هم صالح انسان جوړېږي او یا خو به هغه نېک شخص هم د ځان تابع کوي؛ نو اړینه ده چې د ملګرو په انتخاب کې ډېر احتیاط وشي.
په آخر کې د خپلې ټولنې ځوانانو ته يو ځل بیا دا توصیه کوم؛ چې د هغو کسانو له ملګرتیا څخه کلک ځانونه وساتئ کوم چې سالمه تربیه او راسخه عقیده و نۀ لري.
وخت عبث مه تېروئ! علم حاصل کړئ مګر عمل هم پرې وکړئ او نورو ته یې وښیئ، د تعلیم او تعلُم تر څنګ فزیکي کارونه هم کوئ تر څو مو بدن سالم او له امراضو وساتل شي.
لیکنه: امین الله امین