تازه خبر :طالبانو دکندوز دچهاردرې ولسوالۍ نیولې او ۲۵ عسکر یې اسیران کړي دي

دهیواد دشمالي ولایت کندوز دچهاردرې ولسوالۍ ولسوال زلمی فاروقي وایي چې عسکرو یې دطالبانو دسخت برید له امله ولسوالۍ پرې اېښي ده او اوس دولسوالۍ مرکز دطالبانو په لاس کې دی
ویل کیږي تېره شپه دپېشلمي په مهال طالبانو په چهار دره ولسوالۍ پراخ وسلوال برید ترسره کړ چې دنن ورځي تر روژماته یې دوام وکړ چې په نتېجه کې یې د دولسوالۍ دمرکز په ګډون ۱۲ پوستې ونیولې دغه راز ۲۵ تنه عسکر یې اسیران کړل
دطالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوې چې دروژه ماتي په مهال یې «دولسوالۍ مرکز او شاخوا ټولي ۱۲ پوستې په ټولیزه توګه فتحه کړې»

ذبیح الله مجاهد دغه راز  زیاتوي چې «په دغه نښته کې ددښمن۲۴ تنه پولیس او عسکر وژل شوي چې داکثرو اجساد په سمیه کې پاتي دي ۱۹ تنه ټپيان دي او ۲۵ تنه نور عسکر او پولیس ژوندي اسیران شول »

باید ووایو چې په ټولنیزو شبکو کې دچهار درې ولسوالۍ دعسکرو یوه ویډيو نشر شوې ده په ویډيو کې ښکاري چې عسکر دولسوالۍ له سقوط څخه وروسته په تېښته بریالي شوي دي یوتن عسکر چې په ویډيو کې دولسوالۍ دسقوط په اړه معلومات ورکوي وایي : دسهار له ۶ بجو څخه مو جګړه وکړه حکومت زموږ په قیصه کې نه دی تراوسه موږ ته کومک نه راورسېد ولسوالۍ سقوط وکړ او دطالبانو لاس ته ولوېده یاد عسکر  زیاتوي چې جنګ به لږ وخت  وروسته دکندوز ښارته راورسیږي  او دولت زموږ دمرستي غوښتني ته هیڅ ځواب نه دی ویلی
دچهار درې ولسوالۍ دکندوز ولایت له مرکز سره شاوخوا ۶ کلیومتره فاصله لري

طالبان وایي چې په جګړه کې یې ۴ ټانګونه ،۶ رینجر موټر او یودانه له مهماتو ډک نظامي موټر او ګڼ شمېر سپکه او درنه وسله نیولي دي

دهیوا په شمال کې یواځي کندوز نه دی چې طالبان پکې دولسوالیو ترنیولو پوري جنګیږي دجوزجان او بدخشان هم هغه ولایتونه دي چې په دې ورستیو کې ددولتي ځواکونو دبې سارو تلفاتو خبرونه راځي

دهیواد په شمال کې دطالبانو له لوري پرمختګونه دولسي جرګې او ګڼو حکومتي چارواکو له لوري دګډ حکومت په مشرانو باندي داعتراضونو سبب شوي

جاوید احمد

Show More

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button