غزني، طالبانو په قره باغ کي داربکیانو پوسته نیولې، ۱۲ اربکیان يې وژلي

طالبانو دغزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کي داربکیانو یوه پوسته نیولې او ۱۲ اربکیان یې پکي وژلي دي.

طالبانو ویلي، چي نن سهار ۸ بجې يې دقره باغ ولسوالۍ په  شاغلي سیمه کي داربکیانو په پوسته بریدوکړ، چي تر یوه ساعت وروسته یې پوسته په بشپړه توګه ونیوله.

طالبانو ویلي، چي په جګړه کي يې ۱۲ اربکیان وژلي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې ورڅخه ترلاسه کړي دي.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي لومړی یې دیوې ستري چاودني غږ واوریدو او وروسته جګړه ونښتله، چي په پایله کي یې پوسته طالبانوونیوله.

طالبانو په یوه بیان کي ویلي، چي په جګړه کي ۳ طالبان هم وژل شوي دي.

دغه پوسته په داسي مهال نیول کیږي، چي تیره اونۍ طالبانو په یاده ولسوالۍ کي داربکیانو درې مشهور قومندانان ووژل.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button