په غزني کې طالبانو په بې غږه تومانچې ۳ عسکر وژلي

150224082538_ghazni__640x360__nocredit

دغزني امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي چې له تېرې ورځې راهيسې د غزني په ښار کې وسله والو د بې غږه تومانچې په واسطه په دوه بېلابېلو پېښو کې درې امنيتې سرتيري وژلي دي او بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.

دغزني د سرپرست والی ویاند شفیق ننګ رسنيو ته وویل، چې وسله والو تېره ورځ مازیګر شاوخوا څلور بجې له بې غږه تمانچې څخه په استفادې د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې دوه سرتيري د ښار اړوند په علي لالا سیمه کې وژلي دي.

نوموړی دغه راز زیاته کړه، چی وسله والو نن سهار شاوخوا اته بجی هم د بې غږه تمانچې په وسیله د غزني ښار د دويمې امنیتي حوزې یو سرتېری، چې د دې ولایت د ښاروالۍ ریاست ساتونکی و وژلی دی.

په غزني کې د وسله والو مخالفینو یوه ځایي مسئول کلیدراديو د ته د ټليفون پرلیکه د دې پېښو مسئولیت پر غاړه اخيستی، خو په رسمي توګه د وسله والو طالبانو وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په غزني ښار کې د وسله والو له لورې فردي وژنو یوځلې بیا زور اخیستی او د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ هم وسله والو د بې غږه تمانچې په وسیله د غزني ولایت د جنایي آمریت یو کارکوونکی ټپي کړ او خپله په تېښته بریالي شول.

بې غږه تومانچې که څه هم د افغانستان د طالبانو په ليکو کې کمې استعمالیږي خو نظامي کارپوهان وايي چې دغه وسله تر عامې اواز داره تومانچې ډېر اغيزمنه ځکه ده چې غږ يې نه پورته کيږي او هدف پرې په اسانۍ تر لاسه کيږي.

وسله وال طالبان چې په هېواد کې له شاوخوا ۱۴ کالونو راهيسې د ناټو او افغان سرتېرو سره په جګړه بوخت دي وخت به وخت يې نوي نوي جنګي تکتيکونه به کار اچولي.

عبداللطيف نظيف

خبرونه

الازهز پوهنتون په چين کې د مسلمانانو په روژه بنديز غندلی

طالبانو دکندوز دچهاردرې ولسوالۍ نیولې او ۲۵ عسکر یې اسیران کړي دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button