د اوسلو په نړیوال کنفرانس کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشرد وینا پښتومتن

تیره اوونۍ د ناروې هیواد په اوسلو کې نړیوال کانفرانس دایر شو، چې نژدې د۱۵۰ هیوادونو استازي او د بهرنیو چارو وزیران د ګډون لپاره وربلل شوي وو.

د اوسلو په سږني کانفرانس کې د یمن،صومال، افغانستان او سوډان هیوادونو د ستونزو او معضلو په اړه بحثونه وشول او نظرونه څرګند شول.

په دې نړیوال کانفرانس کې د ګډون لپاره د طالبانو استازو ته هم بلنه ورکړل شوې وه ،چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر سید محمدطیب اغا په شمول درو تنو ګډون کړی وو، په یاد کانفرانس کې د طالبانو استازي په خپل نوبت سره د غونډې برخوالو ته لومړي په پښتو ژبه لنډې خبرې او ورپسې یې په انګریزي ژبه اوږده او مفصله وینا وکړه ،نوموړي په خپله وینا کې د خپلې پالیسې د روښانه کولو ترڅنګ، ډیر څه داسي له ځانه سره لرل چې د غونډې د برخوالو توجه یې جلب کړه.

د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر سیدمحمد طیب اغا د وینا پښتو متن چې د عزم ویب پانې ادارې ترلاسه کړی د موضوع اهمیت ته په کتو سره یې په لاندي ډول ګټ مټ نشر ته سپاري.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د اوسلو په  کنفرانس (فورم) کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د مشر د وینامتن

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم اما بعد:

اعوذ بالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ  وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَىٰ أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ  وَاتَّقُوا اللَّهَ  إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ). المائده (۸) صدق الله العظیم.

 

مخکې تر دې چې د فورم د اجنډا مطابق خپلې خبرې پیل کړم غواړم چې په فورم کې حاضرو افغانانو ته په پښتو ژبه کی ووایم چې دا تأثر غلط دی چې اسلامي امارت د افغانانو سره تفاهم نه کوي او د خارجیانو سره یې کوي. دا پنځه کاله کیږي چې اسلامي امارت د شرایطو د ښه کیدو له امله د افغاني جهتونو او شخصیتونو سره د لیدو کتو لړی پیل کړې ده او ملاقاتونه ترسره شوي او جریان لری . البته د کابل ادارې سره خبرې ځکه ندي شوې چې هغوئ په مهمو مسایلو کی واک نه لري او د افغانستان د قضیې اصلې اړخ او د مشکلاتو عامل امریکا او خارجیان دي او دا یو حقیقت دی باید ومنل شي او په همدې اساس غواړم چې خارجیانو ته د دوئ په ژبه خبرې وکړم .

ښاغلیو حاضرینو! په تأسف سره باید ووایم چې  په دې فورم کې د ګډون لپاره زمونږ دوه مشران ملګري هر یو شهاب الدین دلاور صاحب او قاري صاحب دین محمد حنیف  د تور لیست له امله ونه توانیدل چې په غونډه کې ګډون وکړي

اوس راځم خپلو خبرو ته…..

 

 محترمو!  د افغانستان تېر لنډ تاریخ ته په کتو به دا جوته شي چې دطالبانو اسلامي تحریک په افغانستان کې له دې وجې ر امنځته شو، تر څو د خپلو هیوادوالو سر او مال محفوظ کړي ، هیواد د تجزئې څخه وژغوري، او په هیواد کې ملوک الطوایفې او زورواکي ته د پای ټکی کښيږدي.

د طالبانو اسلامي تحریک یو افغاني او ولسي حرکت و او د قوت سرچینه یې د ولس ملاتړ او مینه وه. همدا وجه وه چې په لنډه موده کې د هیواد په ډیرو سیمو کې د سولې او امنیت په راوستو کې بریالي شول. د خلکو مال، سر او عزت یې خوندي کړ، د مخدره موادو قاچاق او کښت یې منع کړ، دهیواد د تجزیې مخه یې ونیوله او په هیواد کې یې یو واحد او قوي اسلامي  نظام رامنځته  کړ. خو له پیل څخه یې په خلاف د مختلفو لوریو او کړیو له خوا منفي تبلیغات پیل شول. او د وړاندي تګ مخه یې په یوه او بله بهانه ونیول شوه، چی بالاخره  امریکا بې له کوم  موجه دليل څخه په افغانستان یرغل وکړ او هغه یې اشغال کړ.

 په تیر څلوارلس کلن اشغال کې امریکا د افغانستان ولس او مجاهدینو په خلاف داسي یوه نظامي تګلاره غوره کړه، چې په نتیجه کې یې په زرګونو افغانان چې د سپتمبر د پیښې سره یې هیڅ ډول تړاو نه درلود، په بې رحمۍ  شهیدان،ټپیان، او د کېمیاوي وسلو د استعمال له امله یې په وژونکو ناروغیو اخته  کړل.

ډیر بې ګناه وګړي یې بګرام، ګوانتانامو او نورو پټو او ښکاره زندانونو ته واچول اوسخت یی شکنجه کړل .بی له محاکمې یې په کلونو کلونو په زندانونو کې وساتل چې ډیـری یې اوس هم په زندانونو کې د مظلومیت شپې او ورځې تېروي، کورونه او باغونه یی وران کړل، د دیني مقدساتو او د شهیدانو د پاکو اجسادو بې حرمتي یې وکړه، حتی د فاتحې، جنازو او د ودونو په مراسمو یې بمبارۍ وکړې، خو د زور او جبر دغې ستراتیژۍ له وژنو او ورانولو پرته بله لاسته راوړنه نه ده درلودلې. یوازې په  افغانستان کې  یی یو انساني ناورین رامینځ ته کړ.

له بلې خوا ، امریکا د افغانستان په اشغالولو سره په یوه اوږده جګړه کې ښکېل شوه، او د زیاتو ځاني تلفاتو د ورکولو ترڅنګ یې ډیر زیات مالي تاوان هم ولید، چې اثرات یې تر امریکا بلکې تر ټولي نړۍ ورسیدل او نړۍ یې  له اقتصادي رکود سره مخ کړه، همدا راز  امریکا په سیاسي لحاظ په نړۍ کې خپل نړیوال حیثیت زیانمن کړ. د بشر د حقوقو د دفاع او ساتنې په هکله یې پخپلو پخوانیو لوړو دعوو پخپله د بطلان کرښه راکش کړه او لنډ مهاله او اوږد مهاله استعماري پلانونه یې نیمګړي پاته شول. که بیا هم دغه ستراتیژي همدغه شان دوام ومومي، نه داچي یوازي دوی به کومه لاسته راوړنه ونه لري، بلکې افغانانو ته د زیان اړولو تر څنګ به  پخپله امریکا او ملګرو ته  يې هم د تیر وخت په شان، نه جبرانیدونکی زیان واړوي.که یرغل کوونکي هیوادونه واقعا غواړي چې په افغانستان کې وضع بدله شي، نو تر هرڅه د مخه باید په واقعیتونو ولاړه تکلاره رامینځ ته کړي. د افغان ولس مشروع حق دې ومني چې  هغه خپلواکي او د خپلې خوښې نظام جوړول دي. دا ځکه چی سوله د عدالت د تامین په نتیجه کې راتلی شي ، که څوک په افغانستان کې سوله غواړي، هغه د زور، جبر او نظامي یرغل د دوام په نتیجه کې نشي راتلی او اسلامی امارت د اشغال خاتمي او نورو  مشکلاتو سوله ایز حل ته قایل دی.

 

 سوله د هر ولس او هیواد او په مجموع کې د هر انسان لومړۍ اړتیا ده. د سولې پرته آرام ژوند او اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي ، اجتماعي او سیاسي پرمختګ ناشونی دی.

 

افغانان د جګړې شوقیان نه دي، او نه جګړه غواړي، افغانان د نړۍ په هیڅ ګوټ کې د کوم حکومت او یا ولس په خلاف په تخریبي اعمالو کې ښکيل  نه دي بلکې نورو تل ددوی په کور او ټاټوبي برید کړی دی.

 افغانان په دین او وطن مین خلک دي، په خپل ټول تاریخ کې یې د خپل هیواد او ملي ارزښتونو څخه دفاع کړې، او اوس هم د خپلو حقوقو څخه په ښه توګه دفاع کوي.

افغانان د متقابل تعامل  اصول مني او د ژوند په اقتصادي، تعلیمي ، اجتماعي او کلتوري برخو کې د همکارۍ غوښتونکي دي.

د افغانستان اسلامي امارت چې د خپل ولس څخه راپورته شوی ځواک دی د خپل هیواد څخه د دفاع، د تپل شوي جنګ او د اشغال د خاتمې لپاره یې د نظامي او سیاسي دواړو لارو  څخه کار اخیستی دی. تر څو داسې یو افغان شموله اسلامي نظام چې د ولس د تیرو قربانیو ثمره وي،  د انصاف، ثبات ، پرمختګ، اقتصادي سوکالۍ او ښیرازۍ، ضامن وي او ټول قومونه پکې ځان وویني رامنځ ته شي.

 

اسلامي امارت د سوله ایز حل په خاطر د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ کال کې د خپل مشر امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د منظوری سره سم د امریکا د متحده ایالاتو سره خبرو ته امادګي وښودله  او د اعتماد سازۍ لپاره په لاندې موضوعاتو باندې خبرې وشوې:

 

۱: د بندیانو تبادله

۲: د تور لیست او جایزې لیست ختمول

۳: د سیاسي دفتر خلاصول.

 

خو دا د کابل اداره وه چې ددې کارونو په عملي کولو کې یې خنډونه جوړ کړل. هغه داسې چې کله په ۲۰۱۱ کال کې د امریکې او د اسلامي امارت تر منځ د دفتر د خلاصیدو موافقه وشوه او هم د ګوانتا نامو د بندیانو د تبادلې پريکړه کیده  د کابل ادارې د احتجاج په ډول خپل سفیر  دقطر له دوحې څخه وغوښت.

 دوهم ځل کله چې په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر خلاص شو نو د کابل ادارې په دې بهانه احتجاج وکړ چې د بیرغ او د اسلامي امارت د نامه استعمال د متوازي حکومت په معنی دی او دغه غیر معقولې خبرې او بهانی  امریکایانو هم ورسره ومنلې چې بلاخره دفتر او د پروسې د توقف کیدو باعث وګرځیدي.

د سوله ایز حل لپاره په هره ممکنه پروسه کې باید د ملت د غوښتنی سره سم د اسلامي نظام حاکمیدل، د اشغال خاتمه او د ذکر شوي خنډونو له منځه وړل شامل وي.

 د پورته ذکر شوي تفصیلاتو په نظر کې نیولو سره مونږ ویلی شو چې د افغانستان په معضله کې قوي او اساسي لوبغاړی امریکا ده، ځکه نو د امریکایانو سره د خبرو پرته د کابل ادارې سره  مذکرات بې ګټې دي.

اسلامي امارت د ښځو ټولو هغو حقوقو ته قایل دي چې د اسلام مقدس دین ورکړي دي. ښځه زمونږ د مسلمانې ټولنې معماره ده، نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: خیرکم خیرکم لاهله. یاني په تاسو کې بهترین کس هغه دی چې خپل د کورنۍ سره ښه سلوک کوي.

اسلامي امارت ژمن دی چې د ښځو په خلاف ټول   غیر اسلامی رواجي دودونه  له منځه یوسې، او د ښځو لپاره د آرام ژوند کولو مصؤون چاپیریال رامنځته کړي.

اسلامي امارت د هرافغان ټول انساني ، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقوقو ته ځان ژمن بولي، او د همدې لپاره یې مبارزه کړې او کوي يې.

اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره واضحه ستراتیژې اوعملي تګ لاره  لري چې وخت په وخت یې اعلام کړې، او هم یې خپلو ټولو مجاهدینو ته رسولې، او په هغوی یې د عملي کولو لپاره کلک قوانین وضعه کړي دي.

اسلامي امارت کله هم نه غواړي چې د جګړې په اور کې خپل هیوادوال وسوځوي، اسلامي امارت د ولس له منځه را پورته شوی او دولس لپاره جوړ ځواک دی، که هر ولسي وګړي ته ضرر رسیږي ، دا داسی دي لکه پخپله اسلامي امارت ته چې ضرر رسیږي.

بل  پلو دامریکايې اشغال څخه  را په دې خوا  وروستی سروې ګانې  او راپورونه ښيي  چې یوازي امریکايي فوځ په تیرو ۱۴ کلونو کې  په افغانستان کې تقريبا دوه لکه شاوخوا کسان وژلي او زخمیان کړي دي او د مرګ ژوبلې دا سلسله لا همداسي روانه ده.

همداراز اسلامي امارت د عام المنفعه تاسیساتو جوړول او ساتل د خپل هیواد لپاره یو مبرم ضرورت بولي. پلونه ، تونلونه ، د اوبو بندونه، د اوبه خور سیستمونه، بریښنا کوټونه د بریښنا د انتقال مراکز، د کانونو د استخراج ، د نفتو د تصفیې مراکز او سامان آلات یې، تعلیمي ادارې، مدرسې، مساجد، ښوونځي ، پوهنتونونه ، صحي مراکز، کلینیکونه، روغتونونه او داسې نور عام المنفعه ځایونه اسلامي امارت د ولس مشترک مال ګني. او ساتنه یې خپله وجیبه بولي. د اسلامي امارت مشر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی پخپل اختریزو پیغامانوکې تل دخلکو دسر، مال ، او عزت په ساتنه ، د ملکي تلفاتو په مخنیوي او عامه تاسیساتو په ژغورنه او ساتنه ټینګار کړی دی.

اسلامي امارت یو ځل بیا ګاونډی ملکونو، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالو ته د خپلې پالیسۍ په اړه تاکید کوي، چې امارت نه داسې اراده لري چې نورو ملکونو ته او یا د هغوی اتباعو ته ضرر ورسوي او نه به نورو ته دا اجازه ورکړي چې د افغانستان خاوره د نورو ملکونو او د هغوی اتباعو ته د ضرر رسولو لپاره استعمال کړي.

 د متقابل تعامل پر اساس اسلامي امارت د نړی له نورو هیوادونو سره د صمیمانه اړیکو په لرلو باندې ټینګارکوي ، او د هر هیواد د مثبت او رغنده رول  چې د افغانستان دريښتوني پرمختګ او د افغانانو دهوساينې لپاره وي، هرکلی کوي

. اسلامي امارت نه غواړي چې افغانستان د ملکونو تر منځ د نیابتي او رقابتي جګړې ډګر وګرځي.  د سیمه ایز سولې او ثبات لپاره اسلامي  امارت اماده ده چې له هر هغه ملک سره همکاري وکړي چې اسلامي امارت سره د تفاهم لاره پرمخ وړي او د افغانستان په داخلي چارو کې ګوتې نه وهي.

محترمو!

اوس مو پام اړوم د نړیوالې ټولنې مسؤلیتونو ته:

 نړیواله ټولنه، امریکا او ګاونډی هیوادونه باید د افغانستان د ازادۍ او د ځان څخه ددفاع د حق ترڅنګ د افغان ولس ټول مشروع سیاسي او اجتماعي حقوق ومني.

 نړیواله ټولنه باید د سولې او ثبات د اعادې لپاره ځمکنیو حقایقو ته په کتو یو رغنده، بې طرفه او مثبت رول ولوبوي.

 د امریکا متحده ایالات او زموږ همسایه هیوادونه باید د اسلامي امارت په اړه د واقعیتونو په نظر کې نیولو سره د هغوی وحدت او استقلال ته احترام وکړي. څومره چې خلک ځپل کیږي هومره په هغوی کې د ازادۍ روح را ژوندی کیږي.نو په کار ده چی امریکا او نور اړوند جهتونه دلاندې موضوعاتو په اړه  رغنده  اقدامات تر سره کړی-

 ۱: د خبرو اترو او ارتباط لپاره یو ځای د دفتر په شکل  بايد وجود ولري اسلامي امارت باید دا حق ولري چې خپل دفتر ته د اسلامي امارت سیاسي دفتر ووایي او خپل بیرغ استعمال کړي.

 دغه دفتر باید د ارتباطاتو، خبرو اترو او د خارجي، افغاني، نړیوال او د بشرپالنې د ادارو سره د ملاقاتونو لپاره یو دایمي ادرس وي. اسلامي امارت باید حق ولري چې د سیاسي اهدافو لپاره د میډیا او رسنیو څخه استفاده وکړي.

همداراز دفتر باید تر مذاکراتو پورې تړلې نه وي ځکه چې مذاکرات  کامیاب، ناکام او یا ځنډیدلای شي. 

 د اسلامي امارت هغه غړي او مشران چې غواړي  د سولې د خبرو په تړاو او یا د بشري او صحي مسائلو اړوند د کومې موضوع په ترڅ کې دفتر ته راشي باید د ازاد او مصؤن تګ راتګ حق ولري.

  ۲:د سولې پروسه، تور لیست، د جائزو لیست او نور لیستونه ټول د یو بل سره متضاد عناوین دي، نو باید ملګري ملتونه او امریکا د اسلامي امارت رهبري او نور غړي له دغه لستونو څخه وباسي، ځکه چې په متقابلو پروسو کې دا ضروري ده چې ټولې خواوې په ازادانه او مصؤنه توګه تګ راتګ وکولای شي.

  ۳-امریکایان خپلو وعدو او بین المللی اصولو ته ځان ژمن نه بولی، د مثال  په توګه له ګوانتانامو څخه د را خلاص شویو بندیانو په اړه یادونه کوم :

.  هغه پنځه تنه  زمونږ مشران ملګري  چې د امریکایي عسکر برګډال په تبادله کې له ګوانتانامو څخه خوشې شول او په قطر کې د توافق سره سم په شرایطو اوسیدل د هغوی یو کال پوره شوی خو تر اوسه پورې هغوی باندې قیودات شته ، کوم چې باید د معاهدې په اساس د کال په پوره کیدو ختم شوي وای. اسلامي امارت امریکایانو ته جدا وايي  چې په خپلو ژمنو وفا وکړي او نړیوالو قوانینو او اصولو ته ژمنتیا وښیي او د مخکیني توافق پر اساس د بندیانو د آزادۍ په لاره کې خنډونه ایجاد نه کړي.

۴-همداراز د توافق پر اساس امریکایانو ژمنه کړې وه چې د پورته ازاد شويو بندیانو ملګري او خپلوان کولای شي چې قطر ته ددوې د ملاقات لپاره راشي. خو کله چی ددوی څخه د یوه تن دوه خپلوان هر یو انس حقانی اویو بل ملګري د خپلوانو لیدوته لاړل،  د قطر څخه دبیرته تلو په وخت کې چې کله دوی په بحرین کې په ترانزیت  کې ول د امریکایانو له خوا ونیول شول او  د کابل ادارې ته وسپارل شول.

وروسته بیا   د کابل ادارې دروغجنه دعوی وکړه چې دوی یې په خوست کې د عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي. ځکه نو موږ یادونه کوو چې امریکایان خپلو ژمنو او نړیوالو قوانینو او اصولو ته ژمن نه دي، او دا موضوع مو په څو ځله د ملګرو ملتو استازی ته رسولی ده.

موږ غواړو چې امریکا ، ملګری ملتونه او نوری  اړوندې خواوې باید د دغو کسانو د هر څه ژر خلاصون په کار کې جدي اقدام وکړي.. مننه  

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button