محمديوسف ايوبي: طالبان د کندوز ولايت مرکز نيسي
کندز (عزم : يکشنبه، غبرګولي ۳۱ مه، ۱۳۹۴ل)
وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د کندوز ولايت د چهاردرې ولسوالۍ په خپله ولکه کې واخيسته نو د کندوز د ولايتي شورا مشر وويل چې وسله وال طالبان د چهاردرې ولسوالۍ تر نیولو وروسته اوس د کندوز ښار د نیولو په هڅه کې دي. محمد یوسف ایوبي وايي چې طالبانو له افغان ځواکونو سره د کندوز ښار په څنډو کې نښتې پیل کړې دي. دی وايي چې دوی د افغان ځواکونو یو مرکز هم محاصره کړی چې شاوخوا ۷۰ سرتېري په کې مېشت دي. ایوبي وايي د چهادرې ولسوالۍ د نیولو لپاره د طالبانو په جګړه کې د افغان پوځ ۱۲ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي. نوموړی وايي چې که کندوز ته نور مرستندوی ځواکونه ونه لېږل شي دغه ولایت به په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ولوېږي.
عبداللطيف نظيف