شیخ سدیس دحرم شریف دپاره دبرقي بایسکلانو په اړه تفصیلات ورکوي

دکعبي شریفي امام او دحرم شریف د چارو مسؤل ښاغلي قاري عبدالرحمن السدیس په حرم شریف د ضعیفو او کمزوري او لوړ عمر حاجیا نو لپاره دنویو برقي ګاډیو ( بایسکلانو ) افتتاح وکړه.
په حرم شریف کي د ضعیفو او کمزوري حاجیانو د خدمت مسئول او دهغو لپاره د ګاډیو د مهیا کولو مدیر مصلح بن منیر المحمادي وایی چي نوي بریښنایی سایکلان د صحت وزارت د طبي او صحي چارو د اداري له لوري کتل شوي او دکمزروي او لوړر عمر لرونکو حاجیانو لپاره یی ټول طبي اړخونه په نظر کي نیولي.
نوموړي زیاته کړه نوي برقي سایکلان ډیر مسترح او ارام بخښونکي دي هر بایسکل تر ۲۵۰ کیلو ګرامه پوري وزن انتقالولی شي.
قاری عبدالرحمن السدیس د سایکلونو د افتتاح د مراسمو پر مهال وویل څرنګه چي طواف او دصفا ومروه ترمنځ سعی کول د حج شعائرو څخه دي نو ځکه د حرم المکي د توسیع او پراختیا اداري دا لازمه وبلله چي دحرم شریف له پراخوالي او توسیع سرسره د لوړ عمر او کمزورو حاجیانو د طواف او سعيی د اسانۍ لپاره اتوماتیک بایسکلان ولري.
نوموړي زیاته کړه د اتوماتیک بایسکلونه استعمال که له یوه لوري حاجیانو ته طواف او سعیی اسا نه کوي له بلي خوا څخه له هغو سره مالي مرسته هم کوي، ځکه مخکیني بایسکلان به دکوم بل کس له لوري له ټیله کیدل او له سعیی او طواف کونکي کس څخه به یی پیسی اخیستي، خو دغه بایسکل حاجی خپله کولای شي چي حرکت ورکړي او به اساني سره طواف او سعیی وکړي.

بخت الرحمن بخت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button