فاروق وردګ، عطامحمدنور مي دوژلو کوښښ کوي
دپوهني پخواني وزیر فاروق وردګ ویلي، چي دبلخ والي عطاء محمدنور یې په ضددسيسې جوړوي اودده دوژلو په لټه کي دی.
نوموړي دغه خبري له شمشادتلويزون سره په مرکه کي کړي دي.
نوموړي په عطاء محمدنور تور لګولی، چي هغه له بهرنیو کړیو سره اړیکي لري.
دوردګ په خبره، چي دی په دې باور دی، چي وطن په آی ايس آی خرڅیږي، نوموړي زیاته کړې، چي دی ویني، چي په سپېدار ماڼۍ کي څه روان دي او په بلخ ولایت کي څه روان دي.
ډاکټر فاروق وردګ وویل، چي عطاء محمدنور دپوهني وزارت ته وسله والي ملېشې ليږلي دي، ترڅو دهر ولایت له ریاست څخه پیسې واخلي او دنه ورکولو په صورت کي یې رئيس له دندي ګوښه کړي.
فاروق وردګ له عطاء محمدنور سره دخپلو اختلافاتو په اړه دغه خبري په داسي مهال کړي، چي دپوهني نوی وزیر چي دعطاء محمدنور په خوښه دعبدالله له لوري دغه وزارت ته ورمعرفي شوی په دوام داره توګه په فاروق وردګ تورونه لګوي، چي په خپل وخت کي یې له پوهني وزارت څخه زیاتي پيسې غلا کړي دي.
تیره ورځ سیګار هم وویل، چي دهیواد په بېلابېلوسیمو کي په زیات شمېر کي ښوونځي نه وو پرانیستل شي، خو پخوانیو چارواکو په شمېرو کي لاس وهنه کړې او پیسې يې اختلاس کړي دي.
عادل خپلواک