د کراچۍ په ښار کې د ګرمۍ له امله ۱۲۳ تنه مړه شوي
کراچۍ (عزم : يکشنبه، غبرګولي ۳۱ مه، ۱۳۹۴ل)
د پاکستان په لوی او مشهور سوداګريز ښار کراچۍ کې د سختې ګرمۍ له امله ۱۲۳ تنه وژل شوي دي.
د پاکستان د ايکسپريس تيلويزون د خبر له مخې په جناح روغتون کې ۸۵ او په عباسي روغتون کې ۳۰ او په سيول روغتون کې اته تنه د ګرمۍ له امله مړه شوي دي او ګڼ شمير نور ګرمۍ ځپلي د ښار په مختلفو روغتونو کې تر درملنې لاندې دی.
د روغتون مسؤلينو ويلي چې زيات ناروغان د ذهني بوج، ضعفيت، جل وهلو او د اعصابو د رګونو د شلیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ښار کې د سختې ګرمۍ له امله د مړو خپلوانو خپل مړي دعبدالستار ايدهي خيريه ټولنې په يوه يخ ځای کې ايښي د خيريه ټولنې د يخ ځای دمسؤلينو په وينا د شنبې د ورځې له نهو بجو څخه د يکشنبې د ورځې نهو بجو پورې څلورويشت ساعتونو کې ۱۵۰ مړي کېښودل شوي دي.
په کراچۍ کې دسمندر دغاړې سيمې هر وخت د ګرمۍ په وخت کې زياتې ګرمي وي او سږ کال هم دګرمۍ په موسم کې دسمندر ګرمو بادونو دسیمې اوسيدونکي د ژوند له ګواښونو سره مخ کړي دي
د هوا د حالاتو ادارې ويلي دي چې په تېرو وختونو کې د کراچۍ د ګرمۍ اندازه ۴۳ سانتي ګراد اټکل شوې وه خو تېره ورځ دغه درجه ۴۵ سانتي ګرادو ته لوړه شوې ده چې په تېرو لسو کالونو کې بې سارې ګرمي ده.
عبداللطيف نظيف