د ناستو او کتنو مخکې مو د ګاونډیانو تیر تاریخ وڅیړئ!
لیکوال : أ.شیرزاد
په دې کې هیڅ شک نشته چې د درې څلورو لسیزو جګړې وروسته اوس افغان مظلوم او جګړه ځپلي ولس ته تر بل هرڅه د سولې په اړه هره هڅه او کوښښ د ستایلو او منلو وړ دی، که دا د هرچا له لورې وي خو په شرط ددې چې ریښتونې هڅه او کوښښ وي، ځکه د کلونو جګړو او شخړو افغانانو ته بدون د ورانیو، وژنو، بې کورۍ، او مهاجرته هیڅ هم ورنکړل، نو له دې امله یې سترګې د سولې او آرامۍ په لورې اړولې دي، او په دې لاره کې د هغه چا انتظار باسي چې ددی هیواد دردیدلي ولس ته د سولې پیغام راوړي.
مونږ او تاسې وینو او اورو چې له څه مودې راهیسي د افغانستان په جګړه کې ښکیلې دواړه لورې(ګډ حکومت-وسلوال طالبان) د سولې په اړه د مذاکراتو په هڅه کې دي، او په دې سلسله کې په مختلفو اوقاتو کې په بیلابیلو هیوادونو او سیمو کې د دوی ترمنځ یوڅه ناستې او مخامخ کتنې هم ترسره شوې دي، چې تر اوسه یې کومه نتیجه نده ورکړې، او ددې ستر لامل د دواړو لوریو څخه د یوې لورې غیر صادقانه تګلاره ده، او هغه دا چې د مقابلې لورې شرطونو ته غاړه نه ږدي، او دې مقابلې لورې بیا د دواړو خواو ترمنځ په وروستیو ناستو کې هم پخپلو شرطونو ټینګار کړی و، او یو د هغو شرطونو څخه(له هیواده د بهرنیانو وتل) ډیر مهم او ددې پروسې لپاره ډیر اړین هم دی.
خو د سولې په پروسه کې د طالبانو او افغان حکومت وروستۍ ناسته چې د پاکستان د مرکز اسلام آباد ته څیرمه په مري علاقه کې ترسره شوه ډیره مبهمه او پیچلې وه، او د ډيرو خلکو سره یې بیلابیلې پوښتنې راولاړې کړې او ډیرو نورو بیا دې ناستې ته د شک په سترګه وکتل!
زمونږ دواړه نږدې کاونډي هیوادونه ایران او پاکستان د افغانستان سره ښه سابقه نلري، تل یې د خپلو ګټو او مفاداتو لپاره د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کړې، تردې چې خپلو شومو موخو ته د رسیدو په تکل یې د هیواد په ورانۍ هم لاس پورې کړی، او په دې لاره کی یې په هیڅ ډول خیانت او ظلم دریغ ندی کړې.
اوس په داسې حال کې چې دواړه ګاونډي هیوادونه زمونږ هیواد او ولس دواړو ته مخلص ندي، نو په کوم دلیل او د کوم هدف لپاره د افغانستان په جګړې کې ښکیلې لورې د مذاکراتو او جوړ جاړي لپاره دې دواړو هیوادونو ته منډې وهي، آیا دوی غوښه په پیشو ساتي؟! آیا دوی فکر کوي چې دا هیوادونه به زمونږ د ولس د ښه راتلونکي او سولییز چاپیریال د برابرولو لپاره په روانو هڅو کې ریښتوني وي؟! د جګړې دواړه لورې ولې د دی هیوادونو نږدې لنډ تاریخ ته مراجعه نه کوي، تر څو وویني چې دوی د افغان ولس سره څه څه ونکړل!!.
د اسلام آباد د تیرې غونډې په هکله د طالبانو دریځ دا ځل څه بل ډول و، چا دا راپورونه رد کړل او چا تایید، چا ویل ناسته ترسره شوې او چا بیا انکار کاوه، د دوی د قطر سیاسي دفتر دا خبره رد کړه، خو د دوی رسمي اعلامیې بیا نه رد کړه او نه تایید!
خو د دې غونډې له ماهیته او څرنګوالي معلومیده چې دا ناسته د طالبانو د مشرتابه او سیاسي اړخ په خوښه نه ده ترسره شوې، او کومو استازو چې د طالبانو لخوا پکې ګډون کړی دا یې یا خپلسرانه کار و او یا هم د پاکستان لخوا مجبور کړای شوي و، له همدې امله خو د طالبانو رسمي دریځ هم پوره واضح او څرګند نه و.
طالبانو چې کله په قطر کې سیاسي دفتر پرانیسته او خپل څو تنه لوړ رتبه مشران یې هلته واستول نو هغه وخت هم زما په فکر کې راغلل چې کیدای شي طالبانو دا کار ددې لپاره کړی وي چې دوی یو ډول سیاسي آزادي ترلاسه کړي، او د وخت په تیریدو سره دا معلومه هم شوه، څو ورځې وړاندې خو دادی طالبانو ښکاره ددې اعلان وکړ چې ددوی د هر ډول سیاسي فعالیت ادرس او پته یوازی او یوازې د قطر دفتر دی.
د اسلام آباد د غونډې څو شیبې وروسته د وسلوالو طالبانو د قطر دفتر په دې غونډه کې د خپلو استازو ګډون رد کړ، او زما په نظر دا کار ریښتیا هم د طالبانو د سیاسي دفتر او د مشرتابه دواړه په بې خبرۍ کې ترسره شوی، او د دې غونډې هدف کیدای شي همداو چې د قطر د سیاسي دفتر اعتبار او اهمیت راکم کړای شي، طالبانو ته هم پکار ده چې د خپل دښمن دې جال ته ښه متوجه اوسي، ځکه دښمن یې هیڅکله نه غواړي دوی پوره سیاسي آزادي ولري، او د مذاکراتو کامیابي په دې کی ده چې د وسلوالو طالبانو د رسمي سیاسي دفتر او معلومو چارواکو سره اړیکه ونیول شي، که چیرې دا ډول نامعلومه څیرې چې د طالبانو له لورې یې په اسلام آباد غونډه کې ګډون کړی و د مذاکراتو په پروسه کې وي نو هیڅ ګټه نلري.
پاکستان هم زما په اند د اسلام آباد د غونډې له لارې غوښتل یا د سولې مذاکرات او پکې موجودې دواړه لورې د خپل راج تابع وګرځوي، د دواړو لوریو ترمنځ د سولې راوستو دا ستر امتیاز ترلاسه کړي او دوی دا د ځان لپاره ستر سیاسي او اقتصادي بری هم بولي، ځکه هلته د چین چارواکي په پاکستان او سیمه کې پانګه اچونه تر هغه وخت پورې نه پیلوي ترڅو په سیمه کې یو ډول استقرار نه وي رامنځ ته شوی، خو چې کله پاکستان ولیدل دا امتیاز یې له لاسه وځي او طالبان د پاکستان پر ځای په نورو هیوادونو کې د افغان چارواکو سره ناستې او کتنې ترسره کوي نو بیا یې د دې پروسې د ناکامولو هڅې پیل کړی او کیدای شي د اسلام آباد غونډه چې ډير طالب چارواکي پرې ناخوښ او حتی بې خبره دي د همدې موخې په بنسټ جوړه شوې وه.والله أعلم.