استرلياد پېشوګانو په خلاف د جنګ اعلان کړی

376779-cats-1437304502-627-640x480

ميلبورن(عزم،سه شنبه ۳۰ سرطان ٩٤) د استرليا د چاپيريال ساتنې وزير ګريګ هنټ د ميلبورن په باغ وحش کې د پېشوګانو د له منځه وړلو پنځه کلن پلان اعلان کړ.ګريګ هنټ ويلي چې د ۲۰۲۰ زيږديز کال تر پايه به په دغه هېواد کې ۲ ميليونه پېشوګانې له دې امله له منځه وړي چې په دغه هېواد کې يې نورحيوانات ددوی له شره په امن شي.
نوموړي ويلي چې د پېشوګانو له امله ددغه هېواد ۱۲۰ ډوله نور بېلابېلو حيوانات چې په کې بېلابېلې په زړه پورې مرغۍ هم دي  د پېشوګانو د شر تر اغيز لاندې دي.
ددغه پروسې له مخې به د ۲۰۲۰ زيږديز کال پورې په ۵ جزيرو او د هېواد په ۱۰ بېلا بېلو سيمو کې ۲ ميليونه پېشوګانې له منځه وړل کيږي،او يو ميليون جريبه ځمکه به ددوی له شره پاکيږي.

په استرليا کې دغه پېشوګانې د کرنې او څارويو د خوړو له پاره زيان اړوونکې بلل شوي او ددغه هېواد ټولو ولايتونو او دولتي ادارو د پېشوګانو د له منځه وړلو د عملياتو هرکلی کړی.
د پلان له مخې دغه پېشوګانې به د زهرو او ډزو په واسطه له منځه وړل کيږي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button