د پښتو ژبې ليکوال او شاعر ډاکټر راج ولي شاه خټک ومړ

Picture3پېښور (عزم،سه شنبه ۳۰ سرطان ٩٤) د کوزې پښتونخوا د پښتو ژبې  ليکوال، شاعر او د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې پخوانى مشر ډاکټر راج ولي شاه خټک  په حق ورسېد.

ډاکټر راج ولي شاه خټک د دوشنبې په ورځ ناوخته له خپلې کورنۍ سره  له سوات څخه پېښور ته پر لار و چې د ملاکنډ په درګۍ نومي سيمه کې پرې د زړه حمله راغله او ساه يې ورکړه.

راج ولي شاه خټک پر ۱۹۵۲م کال د خيبر پښتونخو د نوښار ولسوالۍ د چراټ د سيمې په ډاک اسماعيل خيل نومي کلي کې زېږېدلی و .

او لومړنۍ زده کړې يې د خپل کلي په ښوونځي کې ترسره کړې وې بيا يې د پېښور په اسلاميه کالج او ګورنمنټ کالج کې خپلې نورې زده کړې سر ته رسولي. تر دې وروسته  يې  نورې لوړې زده کړې په  پېښور پوهنتون کې کړي دي او د هنرونو د استادۍ (ايم ـ ای)  او د پي ايچ ډي (دوکتورا) اسناد يې له همدغه پوهنتون څخه ترلاسه کړ. او بيا يې د پوسټ ډاکټرېټ زده کړې د امريکا د فلوريډا ايالت د پېنسلوانيا په پوهنتون کې ترسره کړې.

نوموړي د استادۍ تر څنګ د پښتو اکاډمۍ د مشر او د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې د مشر په توګه هم دندې تر سره کړي .

نوموړي د ژوند په اوږدو کې يو شمېر کتابونه هم ليکلي دي چې ځينې يې چاپ او ځينې يې ناچاپ پاتې دي.
د پښتو ادبي تحريکونه،زيست روزګار،مناقب فقير،د پښتو نوې املا، پښتو ژبه ،پښتونولي ،د پښتنو کسبونه او هنرونه ، د روهي متلونو انګليسي ژباړه، توري چې رڼا کوي ،د رحمان په شعر،سنګزار يې چاپ شوي کتابونه دي.

ناچاپ
خوشحال بابا،حمزه شينواري،غني خان، پښتني کلتور،د نوي دور استادان شاعران ،د انګرېزي ليکنو ټولګه ، اردو مضمونونه ،د فکر لارې.

عبداللطیف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button