په پاکستان کې د موسمي اورښتونو له کبله سیلابونو ځاني او مالي تلفات رسولي

د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو کې ځینی سیمي د پرلپسي اورښت له کبله تر اوبو لاندي شوي چې له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي ، خټین کورونه وران شوی او اوسیدونکی یې نورو سیمو ته تللو ته اړ شوي دی .
تر دې وړاندي په پیښور ، پنجاب ، سیند ایالتونو کې سیلابونو تراوسه ۱۷ تنه وژلي او په سلګونو خلک بی کوره شوي دي . کرنیزي ځمکي یې اوبو لاندي کړي ، او زیات شمېر څاروي یې وژلي دي .
د پاکستاني رسنیو په استناد د هغه هیواد د هوا ښودلو ادارې ویلي چې په اسلام آباد او خواوشا سیمو کې 51.5 میلي میټره باران ثبت شوی ، په پیښور کې 31 ثبت شوی دی . او په نورو سیمو کې تر 37 ملی میتره پوري ریکارډ شوی دی. او زیاته کړي یې ده چې د اورښتونو دا سلسله به تر راتلونکو څلورو ورځو پوري نوره هم تیزه شي او د هیواد په نورو ښارونو کې لکه کراچۍ ، حیدرآباد او نورو خواوشا سیمو کې هم د تیزو اورښتونو آټکل شوی دی .
حکومت ویلی چې له ښارونو ځخه د اوبو د ایستلو نل لیکی او یا ویالي د 6 میتره اوبو وړتیا لری چې اوس یې اوبه 4.5 میتره ته رسیدلی دی ، چې دا یو ډېر خطرناک حالت ګڼل کیږي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button