د ميدان وردګ ولايت د سولې شورا غړی په کابل کې وژل شوی
ميدان ښار (عزم:سه شنبه ٣٠ چنګاښ ٩٤) د ميدان وردګو ولايت د سولې شورا د ولايتي کمېـټې غړى مولوي صالح محمد هوتک په کابل کې وژل شوى دى.
نوموړی تېره شپه د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ د کلای حيدرخان سيمه کې هغه مهال ووژل شو چې د ماخستن له لمانځه وروسته خپل کور ته په لاره و.
مولوي هوتک دد ميدان وردګ ولايت د سولې دشورا د غړيتوب تر څنګ په دغه ولايت کې د يوه جامع جومات امام هم و.
نوموړی د ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ د تورکرک سيمې اوسېدونکى و او له تېرو شپـږو کلونو راهيسې د سولې عالي شورا غړى او قومي مشر و.
د ميدان ورد ګ ولايت وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته ويلي چې د سيمې پوليسو په دې اړه پلـټنې پيل کړې، خو بريدګر د شپې له تيارې په استفادې په تېښته بريالي شوي دي.
تر اوسه د مولوي هوتک د وژلو مسووليت چا نه دى اخيستى.
عبداللطيف نظيف