د بغلان دهنې غوري ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده
پلخمري(عزم،سه شنبه ۳۰ سرطان ٩٤) د بغلان د ولایتي شورا غړي وايي، چې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې دهنې غوري ولسوالۍ ته غځېدلې لارې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا تړل شوي دي.
د ولایتي شورا منشي بسم الله عطاش رسنيو ته ویلي، چې طالبانو د دغې ولسوالۍ زیات کلي نیولي دي او یادې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې یې تړلې دي.
د عطاش په وینا، دغه ولسوالي د بغلان مرکز پلخمري ته په څو کیلو مترۍ کې پرته ده، وايي، که طالبان دغه ولسوالي ونیسي؛ نو د دې ولایت مرکز ته به ګواښ پېښ کړي.
نوموړی خبرداری ورکوي، که دې ستونزې ته پاملرنه ونه شي؛ نو دغه ولسوالۍ به د طالبانو لاسته ورشي او د دې ولسوالۍ له لارې به د “کیهان دره” او “تاله او برفک” ولسوالۍ او له بامیانو سره نښتې سیمه د دوی واک ته ولوېږي چې بيا به دولت ته بېرته ددغو سيمو نيول ستونزمن وي.
په ورته وخت کې د دهنې غوري ولسوال خان زاده مظلومیار د دغې ولسوالۍ د سقوط وېره مني، وايي، چې د ولسوالۍ د سقوط وېره د ۱۴۰ زره کسانو د اندېښنې لامل شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې د طالبانو په ولکه کې دي او دولتي مامورین نه شي کولای، چې ولسوالۍ ته تګ راتګ وکړي.
دا په داسې حال ک ده، چې طالبانو د روژې په ۱۵مه د ډله ییز برید په پایله کې د دنډ غوري ولسوالۍ زیات شمېر کلي تر خپلواک لاندې راوستي وو او له دې سیمې نه دهنې غوري ولسوالۍ ته غځېدلې لاره یې تړلې وه.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دغې ولسوالۍ د بريد د پلان او د ولسوالۍ د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.
عبداللطیف نظيف