سیګار: امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د امریکا پیسې بیځایه لګولي
د امريکا د بیارغونې پلټونکي ډلي سیګار ويلي ، چې د امريکا دفاع وزارت په افغانستان کې ځیني داسې ځايونه جوړ کړي چي ميليونونو ډالره لګښت ورباندي راغلی خو کارول شوي نه دي.
سيګار په خپل نوي راپور کې ويلی : چې څلور زيرمتونونه د کندهار په هوايي ډګر کې د ۱۴ ميليونه ډالرو په لګښت جوړ شوي او تر جوړيدو وروسته هيڅ کارول شوي نه دي.
سیګار وايي پر دې ځايونو ميليونونو ډالره هغه پيسې لګول شوي دي چې له امريکايي ولس څخه د ګمرکي محصولاتو په بڼه راغونډي شوي او دلته داسی بېځایه لګول شوي چې هیڅ ډول ګټه نه ده ورڅخه اخیستل شوي . پکار ده چې په اړه یې امریکايی حکومت ولس ته ځواب ووایی .
له بل پلوه امريکايي رسنۍ هم وايي چې امریکايي ولس اوس په دې پوهـ شوی چې ميليونونو ډالره د ټیکس پيسې د امریکا خپل پوځ ډېري بیځایه لګولي او ضائع کړي دي او بايد دوی ته يي ځواب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم سیګار د ډيرو پروژو په اړه راپورونه خپاره کړي وو چې ډيری پلې شوې پروژې پکې خيالي يا نيمګړې ښودل شوې وې.
یاده دې وي چې پينټاګون تر دې دمه د سیګار د راپور په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې يي دې ته ورته راپورونه رد کړي وو.