ړوند به شم !

یو مجرم چی لوی جرم يی کړی وو ، محکمې ته حاضر کړای شو . قاضی فیصله وکړه چی غوږونه یی ور پری کړی . مجرم په ژړا شو او قاضی ته يی وویل : غوږونه می مه را پری کوه بیا به ړوند شم. قاضی پوښتنه تری وکړه چی غوږونه له سترګو سره څه ارتباط لری؟ مجرم ورته وویل : چی غوږونه مې نه وي ، عینکي به څنګه ږدم …!