داعش له مرغانو څخه په چاودنو او بريدونو کې کار اخلي

Picture1(عزم:سه شنبه  ٣٠ چنګاښ ٩٤) په شام او سوريه کې د فعالې وسله والې ډلې(داعش) په خپلو مخالفينو د سرتېروبرېدونو،موټر بم چاودنو او راکټي بريدونو تر څنګ يوه بله نوې حربه هم په کار اچولې ده.
د برتانيا د ډیلي ميل ورځپاڼې د خبر له مخې داعش په دې وروستيو کې د عراق په فلوجه ښار کې د خپلو مخالفينو په مرکزونو په بريدونو کې له (مرغۍ بم) څخه کار اخيستی، چې ددوی په وينا دغه تجربه يې د خپلو مخالفينو په وړاندې ډېره اغېزمنه ده.
اخبار ددغه نوې ډول مرغۍ بم يو انځور هم خپور کړی چې په کې د مرغۍ په وزرونو او بدن پورې تړلي بارود تر سترګو کېږي.
د ډيلي ميل په وينا د داعش جنګيالي  د معاصرو او ماډرن وسلو په استعمال اوله  نويو جنګي تکتيکونو څخه ځکه ښه خبر دي چې له اروپايي هيوادونو او برتانيا څخه ورغلي ځوانان  د جنګي  وسلو په استعمال کې  ښه شهرت لري.
د داعش جنګياليو تر دا مهاله په زرګونو تنه انسانان په بېلابېلو تورونو او بېلابېلو ډولونو وژلي دي.
د يوې بلې ورځپاڼې (ډیلي سټار) د راپور له مخې چې داعش پلويان اوس د پخوا په څېر ددغه ګوند له پاره قربانيو ته نه دي تيار نو ځکه په دې وخت کې له مرغانو څخه په بريدونو کې کار اخيستل کيږي.
ورځپاڼې دا هم ويلي چې دداعش پلويان اوس په دغه ګوند کې ډېر هغه څه ويني چې دوی يې فکر هم نه کاوه،خو له دې ويرې چې که له ګوند څخه د وتلو يا تېښتې لاره خپله کړي نو وبه وژل شي.
د يادونې وړ ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د داعش د مرکزي شورا يو غړی او د ابوبکر بغدادي خپلوان  په دې تور ووژل شو چې دداعش له اصولو په سرغړاوي او په داعش د کودتا کولو تورن و.
په ټولنېزه شبکه (فيسبوک) کې د مرغۍ بم په اړه د داعش پلويانو او مخالفينو هم ډېر بحثونه کړي دي او ډېرو يې دغه ډول بم په مرغانو ظلم ګڼلی دی.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button