د امير المؤمنين په نائب او نماينده ګانو اعتماد په خپله په ده (حفظه الله ) اعتماد دی

ليکوال ـ فکري مبارز

ځينې منافقين د مسلمانانو د ذهنونو د خرابولو لپاره د امير المؤمنين د وفات او شهادت خبرې کوي ، تقبله الله او رحمه الله ورسره ليکي او د ده نايب ، نماينده ګانو ، او لښکر ته بيا سپکې سپورې او بدرد وايي .

دغه منافقين د امير المؤمنين ويډيويي او صوتي پيغام غواړي !

مسلمانان بايد د دغه منافقينو په شيطاني تيرباسونکو تبليغاتو باندې ونه غوليږي. د دوی ژبې د مارانو په څير دي.

دوی په تبليغاتو کې ډير ماهر دي .

وروڼو !

د امير المؤمنين په څير د يو شخص مرګ الله دې نکوي هيڅوک هم نشي پټولای ، که څوک اميرالمؤمنين ته احترام لري ، هغه بايد هغو کسانو ته هم احترام ولري او ويې مني کوم چې ده د خپل نائب او با صلاحيته نماينده ګانو په توګه ټاکلي دي.

تاسې بايد دې حقيقت ته متوجه شئ چې امير المؤمنين هم د اسلامي امارت د قيآم پر مهال او هم د اسلامي امارت له سقوط وروسته په ټوله دوره کې له رسنيو سره ډيرې کمې مرکې کړې دي.

او له سقوط وروسته خو يې په رسمي ډول یوازې يو لنډ صوتي پيغام نشر شوی ، د صوتي پيغامونو نه نشرول ، د ده خپل معمول دی ، او په دې کې مصلحت امنيتي ګټې دي.

اميرالمؤمنین يو بې ريا او داسې شخص دی چې د ځان ښوونه هيڅ د ده په معمول کې نشته .

امير المؤمنين ژوندی دی. خو پرښته نده ، انسان دی ، يو وخت به مرګ هم ورته راځي ، الله دې نکوي که دی وفات او يا شهيد هم شي دا په دې معنی نده چې بيا به اسلامي امارت ړنګيږي او د اسلامي امارت مجاهدين به د بغدادي د دولت په څير د ظلم ، استبداد ، وحشت او تکفير يو دولت ته تسليميږي.

بلکه الله مکړه د اميرالمؤمنين د وفات او يا شهادت په صورت کې به بيا بل امير د اسلامي شريعت د اصولو له مخې ټاکل کيږي ، طالبان به له دې امير سره بيعت کوي او خپل جهاد ته ادامه ورکوي به کوي.

ځکه د اسلامي امارت مجاهدين د اميرالمؤمنين حفظه الله لپاره قرباني نه ورکوي.

د ده اطاعت کوي ، خو د ده بنده ګان ندي ، د الله بنده ګان دي ، د الله لپاره قرباني ورکوي او جهاد کوي ، الله ژوندی دی، مرګ نلري او نه فنا کيږي. الله جل جلاله فرمايي : ( کلُّ مَنْ عَلیها فَان وَ یبقَی وَجْهُ رَبَّک ذوالجلالِ والاکرامِ ) الآية .

مسلمانانو او مجاهدينو وروڼو !

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دوران کې هم منافقينو ورته تبليغات کول او د احد د غزا په ورځ يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرګ اوازه خپره کړه د دې اوازې په اوريدو د ځينې صحابه کرامو پښې سستې او حيران شول ، له ځينو ضعيفانو سره داسې فکر پيدا شو چې د مشرکينو له رئيس ابوسفيان نه پناه وغواړي ، او منافقينو بيا داسې خبرې شروع کړې چې : اوس چې رسول الله صلی الله عليه وسلم قتل شو ، موږ بايد د خپلو پلرونو او نيکونو دينونو ته بيرته ورستانه شو .

په دغه وخت کې حضرت انس بن النضر رضی الله عنه وويل چې که رسول الله صلی عليه وسلم شهيد شوی نو د ده رب جل جلاله خو ژوندی دی او موږ هم بايد د ده په لاره لاړ شو ، دی د زمري په څير د کفارو په لښکر ور پريوت او تر هغې پورې وجنګيده چې په شهادت ورسيد.

په دغه وخت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه ځان ته راوبلل او اطمنان يې ورکړ چې زه ژوندی يم .

صحابه کرام رضی الله عنهم اجمعين بيرته رابيدار او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خوا کې راټول شول ، مشرکينو ته يې ماته وکړه ، او دغه مهال دا ايت کريمه نازل شو :

(وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ ۚ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا ۗ وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ ) (144)

ژباړه :

او ندی محمد مګر (دی) يو رسول ( د الله ) ، په تحقيق تير شوی دی له ده نه پخوا (ډير)رسولان ، آيا نو که مړ شي ( محمد)يا شهيد کړای شي ( محمد ) ، نو بيرته به وګرځئ تاسې په پوندو خپلو (کفر ته )، او هر څوک چې بيرته وګرځيد ، په پوندو خپلو ( کفر ته ) نو له سره به زيان ونه رسوي الله ته هيڅ شی ، او ژر به سزا ورکړي الله شکر ګزارو ته ( د اسلام نعمت ).

تفسير کابلي د دې ايت په لنډ تفسير کې ليکي چې : يعنې محمد صلی الله عليه وسلم هم يو بنده او رسول د الله دی، خدای خو ندی ، له ده ځنې پخوا ډير رسولان تير شوي دي چې وروسته له هغوی ځنې د هغوی تابعانو د هغوی دين ساتلی دی ، او خپل ځان او مال يې ترې جار ( قربان ) کړی دی ، مګر هغه دين يې له لاسه ندی ايستلی ، او تل يې قايم ساتلی دی .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم انتقال له دې دنيا ځنې کومه د تعجب خبره نده ، که دا وخت نه وی نو په بل کوم وخت کې خو هرو مرو ( خامخا ) دی وفات کيږي . که کوم وخت دی وفات يا باالفرض په شهادت ورسيږي نو آيا تاسې به د دين له خدمت يا د هغه له حفاظت نه ژر تر ژره پر خپلو پوندو بيرته وګرځئ ؟ او له جهاد فی سبيل الله ځنې به مخ واړوئ ؟ لکه چې اوس د ده د قتل د خبر له اوريدو ځنې ډير کسان بې حوصلې شول او له پښو ولويدل يا د منافقينو له مشورو سره سم العياذباالله بيخي له دين ځنې مخ اړوئ ؟ او بيرته کافران کيږئ ؟ له تاسې ځنې داسې هيله هيڅکله نه کېږي ، که څوک داسې وکړي نو خپل ځآن ته به نقصان ورسوي او الله تعالی ته هيڅ زيان نشي رسولای ، الله تعالی جل جلاله ستاسې مرستې ( مدد ) ته محتاج ندی ، بلکه تاسې شکر وکړئ ، که هغه تاسې ته د دين لار نه وای درښودلې او د دين په خذمت کې يې نه وای مشغول کړی ، نو ستاسې حال به څه ؤ ؟

نو اوس هم الله دې نکوي که يوه ورځ اميرالمؤمنين (حفظه الله ) وفات کيږي او يا شهيد کيږي نو دا په دې معنی نده چې موږ به هر يو په خپله لار ځو ، سره متلاشي کيږو به ، جهاد به پريږدو ، او يا به باغي ډلو ته تسليميږو .

د اميرالمؤمنين د مرګ او يا شهادت په خبرو بايد يو څوک زموږ حوصله ماته نکړي .

الله مکړه که اميرالمؤمنين وفات شي او يا شهيد شي نه به ان شاءالله د ده لښکر اسلام پريږدي ، نه به له جهاد نه مخ اړوي او نه به د بغدادي په څير خپلسره او غير شرعي د خلافت مدعيانو ته تسليميږي. ، بلکه بل امير به په شرعي طريقه ټاکي ، د هغه تر شاوخوا به راټوليږي ، بيعت به ورسره کوي ، او خپل سپيڅلي جهاد ته به ادامه ورکوي.

اوس چې څوک د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد د مرګ اوازې خپروي دا کټ مټ د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دور د منافقينو په څير دي ، يوازې د مجاهدينو پښې سستوي ، مجاهدين وارخطا کوي ، د مجاهدينو په منځ کې د اميرالمؤمنين په نائبانو او نماينده ګانو د بې باورئ د راپيدا کولو کوشش کوي.

ټول مسلمانان او د اسلامي امارت مجاهدين بايد د دغه شيطانانو مغرضانه تبليغاتو ته متوجه و اوسي ، خپل وحدت وساتي ، او په خپلو مشرانو خپل اعتماد خراب نکړي ، اطاعت وکړي ، او د دغه شيطانانو د منفي تبليغاتو له اغيزو نه په الله سره پناه وغواړي.

________________

  • عزم له هیڅ سیاسي ډلې  یا تنظیم سره تړاو نلري .
  • په عزم خپریدونکې مطالب د لیکوالو خپل نظریات دي د ادارې د موقف نمایندګي نه کوي .
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!