د خپل ځان لپاره له الله تعالی څخه د ښې پایلې غوښتونکی شه!

ژباړه او زیاتونه: حمادافغان شیرزاد

دنیا دارالامتحان او د ازموینې ځای دی او الله تعالی دلته هر بنده پر خپل عبادت مکلف کړی دی، د ښې او بدې لارې ښودنه یې ورته کړی، تر څو معلومه شي چې انسان د خپل ځان لپاره د کومې لارې انتخاب کوي او په کومه لار ثابت پاتې کیږي، هغوی چې پر ښه لاره لاړ شي، غرور او تکبر ونه کړي الله تعالی یې پای هم ښه کوي او یو څوک چې پر خپل عمل غرور او تکبر کوي؛ نو بیا یې الله تعالی د ګمراهۍ طرفته بیایي او د بدې پایلې انسان یې جوړوي.

لاندې چې کومه کیسه ده د عبرت لپاره یې ولولئ او پند ترینه واخلئ، د شلمې پیړۍ د دوه برجسته اشخاصو چې یو یې کافر او بل یې غښتلی مسلمان و، خو د دواړو پایله بدله او د دنیا لپاره یو عبرت وګرځیدل.

په انځور کې ښي خوا ته سړی جوزف ایسټس نومیږي چې د امریکا دی، هغه خپل مسلک د یو سوداګر په توګه پیل کړ، چې یو متعصب عیسوي او د مسلمانانو په اړه یې په هر شي کې طنز او تمسخر کاوه، تر دې چې نوموړي به نعوذبالله د مسلمانانو د قبلې په اړه تمسخرا ویل چې مسلمانان په بیابان کې د یو پروت تش صندوق او بکس عبادت کوي.

او بل طرفته په انځور کې چپ اړخ ته سړی د حرمینو له ځمکې څخه عبدالله القصیمي دی، نوموړی په پیل کې یو غښتلی مبلغ او د اسلام د لارې داعي و، تر دې چې هغه ته د دوهم ابن تیمیه لقب ورکړل شو، نوموړي یو مشهور کتاب “الصراع بین الاسلام والوثنیة” د اسلام او کفر تر مینځ ټکر او یا جګړه ولیکلو، چې دغه کتاب د پوهانو تر منځ ډېر شهرت وموند، د کتاب شهرت دومره وو چې په هغه وخت کې د مکي حرم امام په دې اړه یو بشپړ شعر ولیکلو، مشهور ديني عالم صلاح منجد پخپلو لیکنو کې یادونه کړی چې ځيني علماء د یاد کتاب په اړه وايي: چې قصیمي دا کتاب داسې ليکلی، ګواګی نوموړي د یاد کتاب په لیکلو سره د جنت مهر ادا کړی دی.

همدا راز نوموړی یو اوچت او غښتلی سلفي عالم او لیکوال و، چې په عربي نړۍ کې د یو مفکر په نوم یې شهرت وموند، لسګونه کتابونه یې لیکلي او چاپ شوي، چې تر ننه ترینه خلګ ګټه پورته کوي.

عبدالله القصیمي په ۱۹۸۰میلادي کال کې ناڅاپه د یو سل او اتيا درجو يه تغیر په بیروت کې له یوې عیسوي نجلۍ سره مینه وکړه، له هغه وروسته یې د بې دینه ګمراهانه افکارو دفاع پیل کړه او د «یکذبون لکي یروا الاله جمیلا» “دوی دروغ دې لپاره وایي تر څو خدای ښکلی وښایي” کتاب یې ولیکه، په همدې ډول «هذي هي الاغلال» (دا هغه زنځیرونه دي کتاب کې روژه، لمونځ او نور عبادات د غاړې طوق او پړي وبلل) بیا یې د خپل الحاد او د الله تعالی له وجود څخه انکار وکړ او په ۱۹۹۶ میلادي کال کې یې د ناپاک وجود څخه ځمکه پاکه شوه.

په همدې وخت کې جوزف اسټس له خپلې کورنۍ سره د یوه مصري مبلغ په لاس اسلام قبول کړ، په دې توګه جوزف له یوه متعصب عیسوي څخه په امریکا کې د اسلام یو ستز مبلغ شو، خپل نوم یې له جوزف څخه یوسف ته بدل کړ او په سلګونه کسان یې په اسلام مشرف کړل.

د کائناتو ربه! زموږ د ژوند اخیري خاتمه او پایله له ایمان ډکه او په خپل فضل مو جنت ته داخل کړه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button