په تهران کې افغان سفارت د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې
عزم( دوشنبه، د زمري ۳۰مه، ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر کې ويلي چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغاستان اسلامي امارت د سفارت له لوري د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ګام یې تازه اخیستی او په دې سره به په ایران کې د مېشتو افغانانو د پاسپورټونو د ورکړې ستونزه پای ته ورسېږي.
د وزرات په خبرپاڼه کې راځي، چې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ۶۸۳ ګڼې د فرمان له مخې ټول وزاتونونه او دولتې ادارې مکلفې دي، چې د مراجعینو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د قونسلي چارو ریاست په بهرنیو استازولیو کې د افغان کډوالو لپاره د پاسپورټونو د وېش پروژه د یوې جامع طرحې پر بنسټ پیل شوې چې په یاده طرحه کې د پاسپورټ د مراجعینو ملاحظې هم ځای شوي دي.
د خبر له مخې دا یې لا لومړی پراو د ی او دا پړاو یې د کوچنیو ماشومان لپاره ځانکړی کړی. نوې زېږېدلي ماشومان د شرایطو په پوره کولو سره کولی شي چې په اسانه پاسپورټ ترلاسه کړي. خبرپاڼه وایي چې د نوې زېږدېدلي ماشوم پېژندپاڼه، زېږون کارت، د پلار پېژندپاڼه او د کوربه هیواد د استوګنې سند هغه لازم شرطونه دې چې پاید پوره وي.
د افغانستان اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د پاسپورټ وېش عادي پروسې ته راولي.