مجاهد: په بندخونو کې د ربړونې تورونه بې بنسټه دي

عزم(پنجشنبه، وږي دېرشمه، ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما هغه راپور رد کړ چې ګوندې د هیواد په بندخونو کې له بندیانو سره ناوړه او سپک چلند کیږي. ښاغلي مجاهد ویلي چې د افغانستان په بندخونو کې د هېچا انساني حقونه نه دي پایماله شوي. دی زیاتوي چې د یوناما راپور چې ګوندې د اسلامي امارت په بندخونو کې خپلسري ربړونې شته؛ په کلکه ردوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په خپل یوه تازه راپور کې د افغانستان په بندخونو کې د ربړونې او د بشري حقونو پر نقض خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه بنسټ ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱مې پورې یې د افغانستان په نږدې ۲۹ ولایتونو کې د بشري حقونو د نقش شاوخوا ۱۶۰۰ پېښې ثبت کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ویلي چې د افغانستان په زندانونو کې د وهلو ټکولو، ګواښونو او برېښنایي شارټونو په ګډون د نورو ربړو پېښې شته.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي چې د افغانستان په بندخونو کې له هېچا سره تېری نه دی شوی او د ربړونې مخه په پوره توګه نېول شوې. دی زیاتوي چې هېڅوک حق نه لري چې له محکمې پرته کوم څوک شکنجه کړي.
مجاهد له یوناما او نورو بنسټونو غوښتي چې په اسلامي امارت پسې دې خپلې پروپاګندې ودروي او د عقدې له مخې دې نه رامخکې کیږي.
اعلامیه زیاتوي چې د همدې یوناما د سترګو وړاندې د اشغال پرمهال په بګرام، پلچري او ولایتي زندانونو کې بې بې ګناه افغانان بندیان وو، هر ډول انساني حق ترې اخیستل شوی و او تل به تر سختو شکنجنو او تعذیب لاندې وو.
د اعلامیې له مخې چې اوس حالت بدل دی. خپلوان له خپلو بندیانو سره کتلی شي. د ژوند کولو هر ډول امکانات چمتو دي او په بندخونو کې هېڅ ډول ځورول نشته.