افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۱۴ میلیونه امریکایی ډالر د لیلام په ډول پلوري

عزم(پنجشنبه، وږي دېرشمه، ۱۴۰۲): د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه چې د میزان له لومړۍ نېټې سره سمون خوري؛ ۱۴ میلیونه امریکایي ډالر په ازاد بازار کې پلوري.
د افغانستان بانک نن (‌چهارشنبه د وږي ۲۹مه) په ټویټر کې لیکلي چې د افغانیو د ټیکاو او د نرخونو د مهارېدو په خاطر به دوې ورځې وروسته ۱۴ میلیونه امریکایي ډالر وپلوري.
دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د افغانستان بانک هیله کړې چې ټول ګډونوال دې خپل حسابونه د لیلام تر نېټې پاک کړي.
د افغانستان بانک لیکلي: ((د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.))
د افغانستان بانک له دې وړاندې هم په بازار کې د ډالرو د کثرت، د افغانیو د ثبات او د خوراکي او ناخوراکي توکو د بیو د ټيټوالي په وجه وخت ناوخت امریکایي ډالر پلورلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button