احصایی ملي اداره: هیواد دننه سږ کال ټولټال ۴.۳ میلیونه ټنه غنم تولید شوي

عزم(پنجشنبه، وږي دېرشمه، ۱۴۰۲): د احصایې ملي ادارې په یوه خبر کې ویلي چې سږ کال د افغانستان له ټولو ولایتونو او کلیو شاوخو ۴.۳ میلیونه ټنه غنم راټول شوي دي. اداره وایي چې دا غنم د ابي او للمي دواړو شمېر دی.
د احصایي ادارې زیاته کړې چې دا ډیټا یې د سټلایټ ټکنالوژي په مټ له للمي او ابي کرکېلې ترلاسه کړې. دوی وایي چې د افغانستان د ټولې کرکېلې څار یې کړی او د لیرې څارونکې ټکنالوژۍ په مټ یې موندلې چې سږکال د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی.
د احصایې ملي ادارې زیاته کړې، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې په مجموعي ډول ۲،۲ میلیون هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي و، چې ددې له ډلې ۱،۳۴ میلیونه هکتاره یې پر اوبیزه ځمکه او ۶۸۰ زره هکټاره پر للمي ځمکه باندې کرل شوي وو.
دا شمېرنه ښيي چې د غنمو کر د ټولې کرکېلې ۷۱ سلنه جوړوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button