اردغان له اسراییلي لومړي وزیر سره د دوه اړخیزو همکاریو په پار ناسته کړې

عزم(پنجشنبه، وږي دېرشمه، ۱۴۰۲): ترکي دولتي رسنۍ وایي چې د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردغان د اسرایيلو له لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو سره د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د دوه اړخیزو همکاریو په باب سلا مشورې کړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې دواړو سیالانو پر سوداګرۍ، انرژۍ او اقتصادي چارو خبرې اترې کړي او ژمنه یې کړې چې دوه اړخیزې اړیکي به لاپسې پراخوي.
رویټرز د اسراییلو د لومړي وزیر د دفتر په حواله ویلي، چې دواړو خواوو یو بل ته د رسمي سفرونو بلنې هم ورکړې دي.
ویل کیږي چې دا په روان زېږدیز کال کې د دواړو مشرانو تر منځ لومړۍ اوږده ناسته وه چې ترسره شوه.
یاده دې شي چې له دې وړاندې د ترکیې او اسراییلو اړیکې خړې پړې وې، چې د همکارۍ د نوي باب د پرانیستو لپاره لومړي وزیر نتنیاهو وړم کال هم دې هیواد ته سفر کړی و.