دولتي ادارو ته د پاتې کال د کار د پيل او پای وختونه په نښه شول

عزم(پنجشنبه، وږي دېرشمه، ۱۴۰۲): د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان لمریز لېږدیز کال د پاتې میاشتو لپاره کاري وختونه مشخص کړي دي.
د وروستیو ۶ میاشتو په جریان کې د دولتي ادارو د کار د پیل او پای وختونه مشخص کړی شول. وزرات ویلي چې د پلازمېنې په ګډون یې د ټولو ولایتونو دولتي ادارو ته تازه کاري مهال وېشونه ټاکلي دي.
یاد وزات ویلي چې له دې وروسته له شنبې څخه تر چهارشنبې ورځې پورې د کار پیل سهار ۸ بجې او ۳۰ دقیقې او د کار پای د مازیګر۳ بجې او ۳۰ دقیقې دی. همداشان پنجشنبه به کاري وخت د سهار له اته نیمو پیلیږي او په یوه نیمه بجه به پای ته رسیږي. دوی ویلي چې له یوې تر دوو بجو ماموران رخصت دي او کولی شي چې په دې وخت کې ډوډۍ وخوري او خپل لمونځونه ادا کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې دا تازه کاري وختونه به سر له شنبې چې د تلې لومړۍ او د روان ۱۴۴۵ سپوږمیز کال د ربیع الاول اتمه کیږي، پیل او د روان لېږدیز کال د کب تر ۲۹ چې د روژې میاشتې نهمه کیږي؛ پای ته ورسیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button