قهر مه کوه څو د الله تعالی له قهره بچ شې!

له عبد الله بن عمرو رضي الله عنه څخه روايت دی چې ده د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه: څشی ما د الله تعالی د غضب څخه ليري کوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: خښم/قهر مکوه.
يعني که غواړې چې ته د الله تعالی د قهر او غضب څخه خوندي سې نو پر نورو انسانانو قهر او غضب مکوه.
رسول الله صلی الله عليه وسلم د غضب کولو څخه ځکه ممانعت کوي چې غضب د ناوړه شيانو څخه پيدا کيږي او د ډېرو بديو سبب جوړېږي.
خطابي رحمه الله فرمايلي دي: ددې حديث څخه مراد دا دی چې ځان د اسبابو څخه له غضبه وساته يعنې هغه شيان چې انسان ته غضب پيدا کوي.
ځيني علماء وايي: د غضب څخه ځکه ممانعت راغلی، چې د غضب لوی سبب تکبر او غرور دی ځکه انسان ته غضب هغه وخت ورځې چې د خپلي ارادې خلاف کار وويني نو تکبر يې غضب کولو ته هڅوي له همدې امله کوم کسان چې تواضع او عاجزي کوي تر څو د نفس غرور ورڅخه ولاړ سي هغوی د غضب د شر څخه خلاصون پيدا کوي.
ابن التين ويلي دي: په دې خبره کي رسول الله صلی الله عليه وسلم د دنيا او آخرت خير رانغښتی دی ځکه چې غضب د پرېکون سبب جوړېږي او له امله يې شفقت او مهرباني ختمېږي او کله ناکله خو ددې سبب سي چې غضب کوونکی دي مقابل لوري ته آزار ورکړي چې په دې سره يې دين هم نيمګړی کيږي.
بيضاوي رحمه الله ويلي دي: کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وليدل چې انسان ته ډېر تاوانونه دده د شهوت او غضب څخه رسيږي او د سوال کوونکي شهوت مات وو نو کله يې چې د داسې شي په اړه پوښتنه وکړه چې دی د بدو کارونو څخه ساتي رسول الله صلی الله عليه وسلم دی د غضب کولو څخه منع کړ ځکه چې انسان ته تر بل هر شي د غضب څخه تاوان ډېر رسيږي له همدې کبله يې په کنټرول کولو کي ډېري ګټي او ډېر ثوابونه ايښي دي او کنټرول کوونکی يې رسول الله صلی الله عليه وسلم لوی پهلوان ګڼلی دی.[فتح الباري]
که تجربې ته وګورو هم به دا راته ثابته سي چې قهر او غضب د انسان لپاره ډېر تاواني دی ځکه ډېر کسان د غضب په وخت کي داسي کارونه کوي چې وروسته بيا ورباندي پښېمانه وي او ځيني وختونه خو د غضب په سبب ناوړه کارونه ورڅخه کيږي چې بيا يې له ډېرو ستونزو او سره مخامخ کوي.
نو راځئ د قهر او غضب څخه ځان وساتو او هیچا ته د خښم په سترګه و نه ګورو تر څو د الله تعالی د خښم او قهر څخه څانونه خلاص کړو عن عبد الله بن عمرو انه: سأل رسول الله صلى الله عليه و سلم ماذا يباعدني من غضب الله عز و جل قال لا تغضب.
[مسند احمد بن حنبل6635]
لیکنه: مولوي نورالحق مظهري