کتاب لوستنه!

کتاب لوستنه د انسان د ذهني ودې او روشنفکرۍ لوی
مسؤلیت ادا کوي. زموږ د نسل لپاره مهمه ده په غور کتابونه ولولي او بیا یې اولیه ګټي نورو ته ور ورسوي.
انساني ټولنه له نورو ټولو اړتیاو سره سره د زده کړې او فکري روزنې برخې ته لویه او خورا ضروري اړتیا لري.
یو شي چې ډېر مفید او مهم دی، هغه دا چې په کورونو کې د خپلو ماشومانو لپاره کتابونه ولرئ دا به وکولای شي چې زموږ راتلونکی کهول له کتاب سره بلد را لوی شي.
د مطالعې لپاره تر ټولو اړینه داده چې کوم کتابونه باید انتخاب شي؟ ټولنه او اداري چوکاټونه په مسلکي، فرهنګي، اجتماعي، سیاسي، ادبي، تاریخي، طبي، جغرافیوي او بل هر لحاظ ضرورت لري چې تشي او کمبودي برخې یې د اړتیا پر بنیاد ډکي شی.
موږ هر یو / هره یوه په خپله برخه کې د مسلکي زده کړې سره سره اړتیا لرو چې د ټولنې پر اخلاقیاتو، وطني میني او انساني ارزښتونو ته پر احترام کولو و پوهېږو.
کتابونه کولای شي د هرو لویو او پیچلو ستونزو په مقابل کې مرسته درسره وکړي.
د را رو زونکي نسل لپاره مهمه ده چې له اصله مسیره وانه وړي.
یا له کتابونو سره پاتي شي یا له اهل کتابو سره.
لیکنه: زلمی حلیم