غزل: بې حسي دې د عالم حس کړي ګلونه

هېڅ د شرم سترګې نه لري مخونه
څوک دې واوري د هندارو اوازونه
ما د ورکې درد لیدلی زه به ورشم
خو که زه هم د چا ورکه وم لټونه
مونږه خپل نګهت له خپله غېږه ورکړه
بې حسي دې د عالم حس کړي ګلونه
ټولې کډې ستا وطن ته رسېدلي
د وصال خونه دې ورانه کړه بېلتونه
لکه لمر د یو رنګۍ فطرت کې خوښ یم
کمان خویو راته ډېر پېش کړل رنګونه
دا خو هم د چا مقام کړي په تا لوبې
ګوره! ویاړ کړي د ایینې پر مخ ګردونه
پرېشانو نه کړم غلط ناز یې هم هسې
ډېر سِیاه به وه د زلفو ګمانونه
په دلګیر دې د نظر بازونه ناست دي
ترېنه خوري د نورو ښکلیو امیدونه
دلګیر شراب