د شعر تاثیر

مشهور اردو ژبی ادیب حفیظ جالندھری د انجمن حمایت اسلام په یوې غونډه کې ګډون وکړ او خپل دا شعر یې ووایه:
میرے شیخ ہیں شیخ عبدالقادر
ہوا ان کی جانب سے فرماں صادر
نہیں چاہتے ہم سخن کے نوادر
ہے مطلوب ہم کو نہ گریہ نہ خندہ
سنا نظم ایسی ملے جس سے چندہ
د غونډې تر ختمېدلو وروسته منتظم ورته وویل، چې نننۍ جلسه کې پوره ۳۱۵ روپۍ چنده راټوله شوې.
حفیظ جالندھری په موسکا وویل: دا ټوله زما د نظم معجزه وه ښاغلیه!
منتظم په احترام ځواب ورکړ: مګر جنابه! په دې چنده کې ۲۰۰ روپۍ داسې کس هم ورکړې چې هغه کوڼ و او ستاسې یو بیت یې هم تر غوږو و نه رسېده.
ژباړه: سمسور