شېبه (پلار)

کاش دا صحنه مې نه وای لیدلې. اوس به د افغانستان په پرېښودو او لندن ته په راتګ نه پښېمانه کېدلم.
کیسه دا ده چې نن مې کډه ناروغه وه نو زه مې په لوڼو پسې ښوونځي ته لاړم چې رایې ولم. زه د درو نجونو پلار یم. دوه لږې پاتې پېغلې دي او یوه اته کلنه ده.
لوڼې مخکې او زه پسې شا ته بس ته راوختلو. کېناستلو. دوه چته لندنی بس له مکتبي نجونو او هلکانو ډک شو. موږ ته پر مخامخ څوکۍ ناستې زما د مشرې لور د مام نجلۍ خپله کورتي وویستله. تخرګونو یې خولې کړې وې. څنګ کې ناست مکتبي هلک یې د مخ وېښتان ورسم کړل. دواړو یوه بل ته وکتل. بیا د یوه بل شونډو ته مړاوي شول او خولې یې په خوله کې سره ورکړې. زه ژر له څوکۍ پاڅېدلم او د لوڼو په مخ کې ودرېدلم. دوی مې ترې پنا کړل. منځوۍ لور مې سترګې راپورته کړې، وشرمېدله او د سر حجاب یې پر تندي نور هم ورکش کړ. مشرې د کړکۍ پر ښیښه لستوڼی کش کړ او بهر ته ځیره شوه. کشرۍ زما بوټ ټک، ټک، ټک پر خپله پښه واهه او پښو پورې مې ځوړند سر تکیه وه. د وړوچکي لاس ګوتې یې زما په لاس کې خولې وې.
زړه کې مې ځان وپوښت چې نن یې ته په مخه کې ودرېدې، سبا به څه کوې؟ دا خو همداسې ټولنه ده او همدا یې د پېغلو او زلمیو خویونه دي. کابل نه دی، لندن دی. نه به راتلې. نه به دې راوستلې…
لیکنه: نور ګل شفق