د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړ ی استازی د یوې پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د بهرنیو چارو وزیر سره یې کتلي دي

عزم(پنجشنبه، وږي دېرشمه، ۱۴۰۲): د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ یو پلاوی کابل ته په یوه سفر راغلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر خپلې رسمي ټويټرپاڼې لیکلي چې ځانګړي استازي اصف دراني نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
د مرستیال ویاند له قوله چې په دې ناسته کې پر امنیتي موضوعاتو، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر نېونې او همداشان د دواړو هیوادونو تر منځ د تګ راتګ پر پولو بحث وشو.
ښاغلي حافظ لیکلي چې اصف دراني د پورته ستونزو د حل ژمنه کړې ده. دراني ویل چې هیواد یې په ډېرو برخو کې افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دی او همداشان به افغان محصلانو ته د بورسونو د ورکړې لړۍ هم پيل کړي.
په یاده لومړنۍ لیدنه کې د دواړو هیوادونو استازو ټینګار کړی چې شته ستونزې باید ژر تر ژر هوارې شي او باید په راتلونکي کې د هر ډول ناوړه پېښو مخه ونیول شي.