پاکستانۍ رسنۍ: له سبزیو او مېوو دوه سوه بارموټرو ته له تورخمه د تېرېدو اجازه ورکړل شوه
عزم(پنجشنبه، وږي دېرشمه، ۱۴۰۲): یو شمېر پاکستانۍ رسنۍ د هغه هیواد د چارواکو له خولي لیکي چې هغو ۲۰۰ پر سبزیو او مېوو بار موټرونو ته یې اجازه ورکړې چې له څو ورځو راهیسې په تورخم کې ولاړ وو.
رسنۍ وایي چې دې موټرونو ته نن ویل شوي چې له تورخم دروازې تېر شي. د پاکستاني ځایي چارواکو له انده چې دې موټرونو ته یې د نباتاتو او سبزۍ د ساتنې اسنادو د نه لرلو له وجې اجازه نه ورکوله.
دوی وایي چې دا پرېکړه یې بېرته اخیستې او افغان باروړونکي موټر پېښور ته رسېدلي. د راپورنو په بنسټ چې مسوولانو ویلي چې په دې موټرونو کې بار مېوه او سبزۍ د له منځه تلو له خطر سره مخ وه او همدا سبب دی چې د تلو اجازه ورکول شوه.
یاده دې شي چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانکړی استازی اصف درانی هم نن پنجشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی. ښاغلي دراني ژمنه کړې چې په پولو کې شته ستونزې به له منځه وړي.