د ښرنې او اورګون سړک د خوندیتابه په پار استنادي دېوال غځیږي

د ټولګتو وزارت په یوه خبر کې چې د دې وزرات په ټویټر خپره شوي، لیکلي چې د ښرنې – اورګون سړک د خوندیتوب په موخه د یاد سړک په اوږدو کې یې د استنادي دېوال چارې پیل کړي دي.
وزارت وایي چې دا استنادي دېوال ۵۰ متره اوږدوالی لري چې په رغولو به یې شاخوا دوه میلیونه افغانۍ لګښت راشي. ویل کیږي چې د اورګون ولسونو لا له وړاندې د دې سړک د خطر په اړه ځایي چارواکو ته ویلي وو.
د وزارت له قوله چې ددغه استنادي دېوال چارې یې یوه خصوصي ساختماني شرکت ته سپارلي دي. د ټولګټو وزارت وایي چې د دې دېوا ل ټول لګښت د پکتیکا د مقام دفتر په خپله غاړه اخیستی دی.
شرکت ژمنه کړې چې ددې استنادي دېوال رغنیزې چارې به په شلو ورځو کې بشپړې کړي.
یاده دې شي چې دا استنادي دېوال د وروستیو سېلابونو له کبله ویجاړ شوی و چې په رغولو سره به یې د سړک د نورو برخو د ویجاړېدو مخه ونیول شي.