د عامې روغتیا وزارت له ویاند شرافت زمان امر سره د عزم ځانګړې مرکه

د عامې روغتیا وزارت په تېرو دوو کلونو کې کومې لاسته راوړنې درلودې؟ ولې مو لا هم ډلې ډلې ناروغان بهرنیو هیوادونو ته او په ځانګړي ډول پاکستان ته د درملني په موخه ځي؟ د دولتي او نادولتي روغتونو کیفیت او کمیت په کومه کچه دی؟ دا او نورې پوښتنې مو د عامې روغتیا وزارت له ویاند شرافت زمان امر څخه کړي.
عزم: په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان روغتیا وضعیت پر کومه خوا روان دی؟
امر: په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د روغتیایي سکټور هغه برخو ته کار وشو، چې له دې وړاندې ورته کار نه و شوی. یعنې که وقایي، معالجوي او تشخیص، برخې راواخلو په دغو ټولو کې د پام وړ کار شوی. یو بل غټ کار د سپینې ساحې په نښه کول او هلته روغتیایي چوپړونه وړاندې کول هم دي. یعنې که ووایو پخوا ۴۰ سلنه هیوادوال له روغتیايي چوپړتیاوو بې برخې وو او دا سیمه سپینه و. بله خبره د معایناتو او تشخیص ده. له دې وړاندې به زموږ ناروغان د عادي معایناتو لپاره هم نورو هیوادونو ته تلل. د معایناتو په برخه کې د لېزري عملیاتو بېلګه درکوم. دا له نن وړاندې نه وه. اوس په درېیو دولتي روغتونونو کې لیزري عملیات کیږي. همداشان د روغتیاپالانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د پام وړ کار وشو. یاده کوم چې روغتیایي سکټور موږ ته فلج راپاتې و، خو دې کچې ته مو راوست چې اوس په وقایوي، معالجوي او لابراتواري برخو کې د پام وړ چوپړونه وینو او لا هم کار پرې روان دی.
عزم: اوسمهال په ټول هېواد کې څومره دولتي او خصوصي روغتونونه شته او کیفیت یې څنگه دی؟
امر: په رسمي ډول موږ سره ۴۲۰۰ روغتیایي مرکزونه ثبت دي. دا یې دولتي رقم دی او خصوصي یې له ۳۶۰۰ هم پورته دي.
عزم: ولې لا هم هره ورځ زرگونه کسان پاکستان ته د درملنې لپاره ځي؟ ستونزه په درملو، ډاکټرانو او که روغتونونو کې ده؟
امر: اله هیواده د ناروغانو وتلو لړۍ زموږ له راتلو سره نه ده پیل شوې. دا له پخوا په میراث راپاتې ستونزه ده ، خو حل ته یې کار روان شوی. بېلګې یې؛ په تېر کې د پولیو د مهار لپاره په میلیونو ډالر راغلل، خو حتی د پولیو یو روغتون مو هم نه درلود. اوسمهال د پولیو د ناروغۍ لپاره په یوه ځانګړي روغتون کار روان دی چې ټول لګښت یې یو میلیون ډالره دی او ان شاالله په نږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې شي. پخوا به د عادي جراحیو لپاره هم ناروغانو نورو هیوادونو ته مخه کوله، چې دا ستونزه اوس په حل کېدو ده. بله لویه ستونزه د ډاکټرانو د وتلو ده. په جمهوریت کې د روغتیاپالانو ترور، تښتونه او ګواښ موجود وو او همدا سبب و چې ګڼو ډاکټرانو لا پخوا خپل هیواد پرېښی وو. بله لویه ستونزه چې زموږ هیوادوال ګاونډیو او بهرنیو هیوادونو ته درمنلې په موخه ځي؛ هغه په معافیاوي ډول د ډاکټرانو د نه‌وړتیا کمپاین دی. دلته داسې اوازې خپرې شوي چې ګوندې افغان ډاکټران په هېڅ خبر نه دي. خو الحمدالله موږ د نړۍ په کچه ستر کادرونه لرو. یاده کوو چې ددې لړۍ درونه به لږ وخت ونیسي.
عزم: زموږ روغتیايي سیستم په کومه کچه دی؟
امر: دوه کا له وړاندې یو فلج سیستم و. اوس الحمدالله کارونه ښه شوي. یوازې تازه ۳۰۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي. په دوو کالونو کې د ۳۰۰ روغتیایي مرکزونو فعالول وړه خبره نه ده. بل، د ظرفیت لوړونې په برخه کې مو ۲۰۰ ډاکټرصاحبان د لوړو زده کړو او نویو تجرنو د ترلاسه کولو لپاره بهرنیو هیوادونو ته استولې. په جمهوریت کې د ټولو روغتیاپالانو کچه ۲۰۰۰۰ ته رسېده، چې په تېرو دوو کلونو کې ۱۱۰۰۰ نور روغتیاپالان ورزیات شول. یعنې هغوی په تېرو شلو کلونو کې ۲۰۰۰۰ روعتیایي کارکوونکي درلودل، خو موږ په دوو کلونو کې ۱۱۰۰۰روغتیاپالان وروزل او وګومارل.
عزم: له دولتي روغتونونو خلک یو شکایت دا کوي چې ډاکټران یې سم چلند نه کوي؛ خو په شخصي روغتونونو کې په عامه اصطلاح له خلکو څرمن ایستل کېږي. تر اوسه د دې ستونزې د حل لپاره کوم کار شوی؟
امر: مراجعینو سره مقابل درناوی اړین دی. کله کله د ناروغانو د هجوم له وجې ډاکټرصاحبان بوخت وي، خو مراجعین فکر کوي چې موږ سره یې درناوی ښه نه دی. له دې ورهاخوا مو نږدې شپږ ځلې د طبابت د اخلاقو ترنامه لاندې سیمینارونه دایر کړي او همداشان مو د سمع شکایاتو صندوق ایښی چې هر څوک خپل شکایت هلته ثبتولی شي.
عزم: پر خصوصي روغتونو څار لرئ؟
امر: هو بالکل. یوازې په تېر کې مو له ۳۰۰۰ روغتونو څارنه کړې. کتنځي مو کتلي او د درملتونونو حال مو اخیستی. بېلګه یې د شفري نسخو درکولی شم . پرېکړه مو کړې، که کوم ډاکټر شفري نسخه ولیکله نو لومړی به اخطار ورکول کیږي او بیاځلې به یې د یوې ټاکلې مودې لپاره کتنځي ورتړل کیږي.
عزم: زموږ په ښارونو کې لا هم د سیمې په کچه روغتیايي اسانتیاوې نه‌شته. په کلیو کې خو ډېری وخت ځینې خلک د یوې عادي ناروغۍ له امله هم مري. د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت څومره کار کړی؟
امر: ګورئ وړاندې مو وویل چې په تېر کې ۴۰ سلنه سپینه ساحه وه. یعنې هېڅ روغتون نه و. دلته مو ۳۰۰ روغتیایي مرکزونه پرانیستل. بل پلان دا دی چې د افغانستان د ټولو ولسوالیو په کچه به یو لوی روغتون جوړیږي. په جمهوریت کې د ټولو ولسوالیو څخه یوازې ۹۰یې داسې وې چې روغتونونه یې درلودل، خو نورې ولسوالۍ له روغتیایي خدماتو بې برخې وې. دوی اړ وو چې ولایتي روغتونونو ته مخه کړې، هالته به پر هغوی لوډ زیاتېده او همدې شي به د ولایتي روغتونونو د چوپړ د پڅتوب لامل کېده. له قطر او نورو هیوادونو سره خبرې شوي، ان شاالله په نږدې راتلونکي کې به د هرې ولسوالۍ په کچه یو روغتون ولرو.

عزم: یو وخت په هېواد کې ډېری میندې د زېږون له امله مړې کېدې. وروسته د قابلو د ډېرېدو له امله دغه ستونزه تر یوه بریده حل شوه. اوسمهال په ټول هېواد کې څومره قابله‌گانې په دندو بوختې دي؟
امر: نږدې ۴۵۰۰ قابلې لرو. خو خصوصي برخه کې بیا تر ۶۰۰۰ ډېرې دي. په نږدې وختونو کې مو قابلۍ په برخه کې نوي کسان نیولي چې ۵۰ سلنه یې نجونې دي.
امر: په روغتیايي برخه کې اوس هم سخت فساد شته. د بېلگې په ډول: ډاکټران د درملو له کمپنیو پیسې اخلي، د درملو کمپنۍ ډاکټرانو ته ځینې توکي اخلي، خو په بدل کې یې هغه درمل هم ناروغانو ته لیکل کېږي چې ناروغ ورته هېڅ اړتیا ونه لري؟
د درملو کیفیت د سټنډرډ ادارې کار دی. همداشان دا پوښتنه د درملو او خوارکي توکو ملي اداره پورې اړوندنږي چې په ګمرکونو کې خپل پرسونل ځای پرځای او پلټنه وکړي.
عزم: په هېواد کې گڼ دولتي او خصوصي پوهنتونونه د طب پوهنځي لري. که څه هم دا ستاسې اړوند نه کېږي؛ خو زموږ د طب برخې زده‌کړیالان د اوسني عصر سره سم طب لولي، کنه؟
امر: زه هیله لرم چې زموږ د طب د برخې نصاب نړیوال شي. د لوړو زده کړو وزارت په دې برخې کې کار کړی، نصاب یې اپډيت کړی او تمه ده چې دې برخې ته لا ښه کار وشي.
عزم: تر دې مهاله څومره ډاکټران د حکومت له لوري بهرنیو هېوادونو ته د تخصص لپاره لېږل شوي؟
امر: تر دې دمه ۲۰۰ تنه روغتیایي پرسونل بهرنیو هیودونو ته استول شوی. همداشان له قطر او ایران سره خبرې شوي. تمه ده دې هیوادونو ته د نورو زده کړو لپاره خپل پرسونل واستوو.
عزم: یوه بېلگه به ووایم: په کابل کې ځینې روغتونونه ډېر پخوا جوړ شوي. هغه وخت د کابل نفوس یو مېلیون هم نه وو. خو اوس د کابل نفوس په اټکلي ډول تر پینځو مېلیونو اوړي. دغه ستونزه په کلیو کې هم ده. اوس نفوس ډېر شوی، خو روغتونو کې د بسترونو شمېر د ۳۰ کلونو مخکې دی. داسې پلان شته چې روغتونونو کې د بسترونو شمېر ډېر شي؟
امر: بالکل. په ارتقا او انکشاف مو کار کړی. داسې روغتونونونه هم و چې که درې سوه بستریز و، هغه پینځه سوه بستریز شوي، که پینځه سوه و، هغې ته مو د اووه بستریز روغتون ارتقا ورکړه. دا کار په کابل، ننګرهار او کندهار کې وشو.
عزم: دوه اوونۍ وړاندې د ډاکټرانو لپاره د فېس اندازه وټاکل شوه. څار یې څومره شوی؟
امر: د ډاکټرانو لپاره کوم ټاکل شوی فیس نه لرو. په پخوانۍ طرحه روان یو. اعتبار ورکوونې برخه مو پر بنسټيز کار بوخته ده. د روغتونونو ډلبندي مو پيل کړې او له دې لارې به روغتونونه په نښه کوو او فیس به یې اعلانیږي.
عزم: خلک د هېواد په ډاکټرانو بې‌باوره دي. د دې باور تر لاسه کولو لپاره باید څه وشي؟
امر: قانونو پلي کول مهم دي . دلته معافیاوي کمپیاین شوی او زموږ ډاکټران یې کمزوري ښوولي. د اشغال به وخت کې کمپیاین کېده چې افغان ډاکټران وړ نه دي. همدا سبب و چې افغان کادرونو به هیواد پرېښود. د اسلامي امارت په راتک سره دوی ته بلنه ورکول شوه او ګڼ ډاکټران له امریکا، المان او نورو هیوادونو خپل هیواد ته راستانه شول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button