د امیدونو مزرعه

صابر جان محصل
څپاند شوې مو د ژوند هره نغمه ده
د امو دریاب راوړې هنګامه ده
د فلک پر آیینه يې انځور ښکاري
قوشتیپه د امیدونو مزرعه ده
د لیلې دښتې ژړل رب ته له تندې
موږ ورکړې د سرو وینو نذرانه ده
د شمال یاغي خوني له پښو لوېدلی
د جنګونو جنازه کټ کې پرته ده
د ځوانیو له زکاته څاروان غواړي
د وحشي لیوانو منځ کې مې رمه ده
له هلمند، کونړ، مرغاب تر اباسینه
دغه خاوره د صابر ښه معشوقه ده