”چیرې چې رهبر نه وي، هلته یو ملت له منځه تلونکی دی“

رحمت الله فیضان

”چیرې چې رهبر نه وي، هلته یو ملت له منځه تلونکی دی.“ دا ښایسته شعار د اسراییلو د جهنمی سازمان (موساد)  شعار دی. د موساد په نوم د اطلاعاتو او عملیاتو ځانګړی انستیتیوت کوم چې د استخباراتي فعالیتونو او همدارنګه د پټو او د جاسوسۍ ضد عملیاتو د ترسره کولو مسولیتونه سرته رسوي په ۱۹۴۶ میلادي کال کې د دیسمبر په ۱۳مه تاسیس شو.

دا سفاک استخباراتي سازمان په چټکۍ سره د انګلستان او امریکا په استخباراتي همکاریو سره د اسراییلو لپاره یو ګټور استخباراتي سازمان ثابت شو.

دلته یوه نقطه اړینه ده او هغه دا چې ډېری کسان داسې فکر کوي چې موساد د اسراییلو د استخباراتو سازمان تکاملي بڼه ده خو په حقیقت کې داسې نه ده، موساد د اسراییلو د استخباراتو چې (شای) نومیږي یوه برخه ده.

موساد، یا د یهودانو تر ځمکې لاندې سازمان، د  پنځه عبراني کلمو لنډیز یا اختصار دی چې (د اطلاعاتو او ځانګړو عملیاتو) مفهوم افاده کوي. موساد په حقیقت کې د صهیونیسټي رژیم د پټو پولیسو یوه پرمختللې بڼه ده او د هغو پټو او ویشل شویو سازمانونو د یو ځایوالي ټولګه ده، کوم چې له لسیزو وړاندي یې د یهودانو د ګټو او د دغه نسل د مخالفانو پر ضد له اسراییلو بهر فعالیت پیل کړی و.

لکه څرنګه چې مو وویل د موساد د عملیاتو ساحه له اسراییلو بهر ده او په نورو هیوادونو کې خپل مخالفین پلټي او په نښه کوي یې چې یو څو مشهورې نمونې یې د مثال په ډول راسپړو:

د موساد اجنټانو په 1961 زیږدیز کال کې، د نازیانو یو مشهور افسر او د یهودانو ستر قاتل اډولف آیشمن چې په ارجنټاین کې په پټه اوسیده پيدا کړ، له هغه ځایه یې اسراییلوته وتښتاوه او هلته یې اعدام کړ. دا عملیات په نړۍ کې د دې سازمان د اغیزمنتوب په اړه د پراخو تبلیغاتو لامل شو.

موساد د ډیرو فلسطیني مشرانو او مبارزینو  په وژلو کې مهم رول ولوباوه، په خاص ډول د میونخ د المپیک په لوبو کې د اسراییلي لوبغاړو د وژونکو په له منځه وړلو کې.

همدا راز دغه سازمان په دوبۍ کې د حماس د مشر محمود المبحوح په وژنه او همدارنګه د خلیل الوزیر چې په  ابوجهاد مشهور وو  په وژنه کې مستقیم لاس درلود.

محمود عبدالرؤف المبحوح د حماس یو له لوړ پوړو قوماندانانو څخه و چې د عزالدین قسام لوا بنسټ یې کیښود. د ۲۰۱۰ کال د جنوری په ۱۹ مه د دوبۍ په روتانا نومي هوټل کې د موساد له لوري ووژل شو. د صهیونیسټ رژیم ۱۲م  نمبر تلویزیوني چینل د یوه مستند فلم په خپرولو سره د غزې د مقاومت د دغه قوماندان د وژلو جزئیات افشا کړل او په دغو عملیاتو کې یې د موساد مسئولیت په ډاګه کړ. په دې فلم کې ویل شوي چې د المبحوح وژنې 22 دقیقې وخت واخیست. المبحوح  ته یې  د یوې مادې په تزریقولو سره لومړی د هغه عضلات فلج کړل، وروسته  یې تنفسي سیسټم کار پرېښود، چې دا کړنه د هغه د سمدستي مړینې لامل شوه.

خلیل ابراهیم الوزیر، چې په ابوجهاد مشهور و، یو فلسطیني سیاستوال او نظامي تیوریست و. هغه د فتح غورځنګ له بنسټ ایښودونکو څخه و، همدا راز د دغه سازمان د مرکزي کمیټې غړی او د الفتح د پوځي څانګې الاصفه قوماندان و. نوموړی په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې په تونس کې د موساد له لوري ترور شو.

همداراز د موساد له لوري یو کاناډایي انجینر او ساینسپوه چې جرالډ بول نومیده او د صدام حسین له لوري د بابل په پروژه کې د اتمی بمب جوړولو لپاره ګمارل شوی و په بلجیم کې ترور کړ.

د عربو او اسرائیلو تر منځ د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې دغه سازمان د عربي پوځونو ټول حیاتي معلومات ترلاسه کړل او دا مسله د دې لامل شوه چې اسراییل په پورتنۍ جګړه کې د پام وړ برتري ترلاسه کړي.

په وروستیو کلونو کې موساد له یو لړ ناکامیو سره هم مخ شوی، چې یوه له مهمو ناکامیو څخه یې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په برخه کې د دغه سازمان بې کفایتي او د لبنان له حزب الله سره د مقابلې وړتیا نه درلودل دي.

د تل آبیب اسلامي پوهنتون، د اسلامي نړۍ لپاره دخطر زنګ:

دا پوهنتون په تل آبیب کې موقعیت لري چې یو له هغو ځایونو څخه دی چې موساد پکې د اسلامي علومو د پوهانو تر عنوان لاندې جاسوسان روزي او مختلفو اسلامي هیوادونو ته یې د عملیاتو، جاسوسي، د مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو را منځته کولو، د مسلمانانو په منځ کې د ډلو ټپلو جوړولو او په اسلامي هیوادونو کې د تاوتریخوالي خپرولو په موخه له روزلو وروسته اسلامي هیوادونو ته استوي.

دا پوهنتون په ۱۹۵۶ میلادي کال کې تاسيس شوی او له  ۶۷ کالو را په دیخوا په دې پوهنتون کې اسلامي علوم لکه  تفسیر، حدیث، فقه، اسلامي تاریخ، عربي ژبه او په اسلامي علوموپوري تړلي نور علوم تدریسیږي.

دا پوهنتون یو تړلی پوهنتون دی او له یهودیانو پرته بل هیڅ محصل ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي. د موساد له لوري د دغه اسلامي پوهنتون جدي څارنه کیږي. د محصلینو او استادانو لپاره د درسي موادو او نصاب ټاکل د موساد له لوري د یو  دقیق پلان له مخي ترسره کیږي. د اسلامي علومو ترڅنګ محلصینو ته استخباراتي زده کړي هم ور کول کیږي.

کله چې یو محصل له دې پوهنتون څخه فارغ شي، اسلامي نوم ورته غور کیږي لکه شیخ ابو عمر، شیخ ابو علي، شیخ ابوبکر، شیخ ابو حفصه او دې ته ورته نومونه. له هغه وروسته د ستر دیني عالم په توګه معرفي کیږي او په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو په منځ کې د یو دیني عالم او شیخ په نامه په ډير دقت سره د کار فرصت او موقعیت ورته ټاکل کیږي.

کله چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو په منځ کې خپل کار پیل کړي او له مسلمانانو سره روابط جوړ کړي، په ډیر دقت سره د مسلمانانو په اړه خپل مالومات موساد ته انتقالوي او د موساد له لوري جوړي شوې فتواګاني بیا د مسلمانانو په منځ کې خپروي. د موساد په لاس تربیه شوي شیوخ هڅه کوي چې د مسلمانانو په منځ کې ډلي ټپلي رامنځته کړي او بیا د دې ډلو ټپلو ترمنځ فرقوي اختلافات وکري او په خپلو منځونو کې یې په جګړو واچوي.

د موساد له لوري د استخباراتی موخو لپاره د پیغلو نجو استخدام:

موساد له مودو راهیسي د روسیې په پخوانیو جمهوریتونو، د شرقي اروپا په هېوادونو او اسلامي هیوادونو کې د ځوانو نجونو د استخدام لپاره داسې اعلانونه خپروي  چې د هوټلونو د کارکوونکو، د نڅا کمپنیو،  د تجارتي کمپنیو د اعلانونو لپاره موډل انجونی په لوړ معاش په دنده ګوماري. یادې انجونې چې زیاتې ښکلې او تر شلو کلونو يې عمر لږ وي، ټولې د اسرائیلو هېواد ته استول کیږي؛ د عربي، د پټو مخفي فلمونو د ثبت او د اواز د ثبت زده کړې لپاره استخدامیږي او وروسته یې د نړۍ نورو هېوادونو ته د جاسوسۍ په موخه لېږي.

تر نورو استخباراتي ادارو د موساد ونډه د انجونو په استخدام کې ډېره ده، چې په دې سره اسرائیل د نړۍ په کچه د قاچاق او فحاشۍ لومړی درجه هېواد دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!