د دریو مسلمانو هیوادونو څخه د افغان کډوالو بوږنوونکې کیسې؛ د لاس مزدوري یې رانه شکولې

عزم(سه شنبه، د لړم ۳۰مه، ۱۴۰۲): له پاکستان، ایران او ترکیې څخه راستنوشویو کډوالو رسنیو ته ویلي چې د یادو هیوادونو پولیسو او قانوني ادارو ورسره ناوړه چلند کړی او حتی د دوی د لاس مزذوري یې هم ترې تروړلې.
یاد کډوال وایي چې له ځینو کورنیو سره داسې هم شوي چې د کورنۍ نارینه غړي یې زندان ته استول شوي او د دوی کوچنیان او ښځې یې پر پولو افغانستان ته رهي کړي.
له ایرانه راستنه شوې یوه مېرمن وایي چې میلیونونه تومن ترې پولیسو واخیستل، خاوند یې وربندي کړ او دا یې له بچو سره پر اسلام کلا ګمرک افغانستان ته شړلې ده.
له بلې خوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو مرستیال عبدالرحمن راشد ویلي چې له تورخم او سپین بولدکه شاوخوا درې سوه زره او له اسلام کلا او نیمروز څخه نږدې سل زره تنه هیوادوال خپلو مېنو ته راګرځېدلي دي.
له بلې خوا د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې د کډوالو د راستنېدنې لپاره اوږدمهالي پلانونه ترلاس لاندې لري او د دوی ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button