د ماشومانو نړیواله ورځ

د ژوند لۀ مسایلو یوه هغه چې زۀ یې پۀ اړه ډېر حساس او جدي یم د ماشومانو روزنه او د هغوی سره چلند دی، جبران خلیل پۀ پېغمبر کتاب کې لیکلي چې ماشومان مونږ سره د خدای امانتونه دي، سمه ساتنه یې وکړئ، یو څو سپارښتنې او یادونې:
۱: کۀ ماشوم ښکنځلې کوي نو هڅه وکړئ چې توجه ورته ونکړئ، یعنې یو ډول یې اګنور کړئ، کۀ ماشوم د ښکنځلو لۀ امله ورټئ نو ضدي کېږي او ښکنځلو ته دوام ورکوي او کۀ ښکنځلو ته یې وخاندئ تشویق کېږي او دوام ورکوي، ماشومان عموما هغه کارونه پرېږدي چې کوم کار ته یې څوک توجه ونکړي.
۲: کۀ ماشوم یو ښۀ کار وکړ محض ستاینه یې مکوئ، بلکې متوجه یې کړئ چې ښۀ کار یې کړی، مثلاً: مریم جانې، ومې لیدل چې سهار دې خپله بستره ټوله کړې وه، کله چې راغلم ډېره خوشاله شوم، هر څوک پۀ داسې ځای کې راحته وي چې منظم وي، افرین لورې!
۳: کۀ ماشوم یو غلط کار وکړ هڅه وکړئ پوه یې کړئ: مثلاً، مریم جانې، ومې لیدل زما کتابونه دې شکولي، زۀ ډېر خپه شوم، کۀ ستا کتابونه خوښېږي ماته ووایه نور به درته راوړم.
۴: کۀ غواړئ ماشوم یو کار وکړي نو د امر پۀ ځای ترې مرسته وغواړئ، مثلاً کۀ غواړئ چې مریم دې کاسې ټولې کړي نو د دې پۀ ځای چې د کاسو ټولو امر ورته وکړئ ورته ووایاست: مریم جانې! زۀ دې مرستې ته اړتیا لرم، تۀ وینې چې ډېره مصروفه/ مصروف یم، هیله کوم کاسې راسره ټولې کړه.
۵: ماشوم د بل چا پۀ وړاندې مۀ رټئ.
۶: د ماشومانو د تشویق پۀ خاطر لۀ هغوی هغه پوښتنې وکړئ چې پۀ غالب ګومان هغوی یې پۀ ځواب پوهېږي: مثلا یو ساده پوښتنه مونږ د چا بنده ګان یوو؟ او د ځواب پۀ صورت کې یې تشویق کړئ.
۷: ماشومان د غلطۍ د کولو پۀ صورت مۀ رټئ.
۸: ماشومانو سره د لوبو وخت کې یې ځینې وخت پۀ قصدي ډول ورته وبایلئ، دې سره يې پۀ ځان باور لوړېږي، مګر هر وخت نه، ځکه ماشوم د ګټلو سره اموخته کېږي او وروسته ژوند کې د بایللو پۀ وخت ډېر روحي فشار تجربه کوي، ځکه د ماتې سره بلد نۀ وي.
۹: کۀ ماشوم ته مو بې احترامي وکړه بښنه ترې وغواړئ، تر څو وپوهېږي چې پۀ داسې نړئ کې ژوند کوي چې پۀ متقابل احترام ولاړه ده.
۱۰: د ماشوم نه د مچکې د اخیستلو پۀ صورت کې ترې اجازه واخلئ، تر څو وپوهېږي چې ځیني څيزونه یې ملکیت دی او د دې د اجازې پرته نشي کارول کیدای.
۱۱: د ماشومانو پۀ وړاندې بحث او جنګ مکوئ، رواني تکلیف ورته پیدا کېږي.
۱۲: هیچاته پۀ هیڅ صورت اجازه مۀ ورکوئ چې ستاسې پۀ ماشوم غوسه شي یا ورباندې ګوزار وکړي.
۱۳: ماشوم مۀ وهئ.
۱۴: د ماشوم پۀ وړاندې غېبت مکوئ، اصلا کۀ تاسې غواړئ ماشوم مو یو کار وکړي تاسې باید ځان کې همغه عادت پیدا کړئ، کۀ تاسې لمونځ کوئ ماشوم یې هم کوي، خو کۀ تاسې سګرټ څکئ پۀ اغلب ګومان هغه یې هم راتلونکي کې څکي.
۱۵: د ماشومانو اړیکې پۀ پټه وڅارئ، وګورئ زوی مو ښوونځي کې د کوم ډول خلکو سره ملګری دی، پۀ پټه یې ځکه وڅارئ چې ماشوم لۀ حده ډېر محدودیت احساس نکړي.
۱۶: ماشومانو ته مو ځینې واړۀ مسولیتونه وسپارئ، مثلاً لۀ دوکانه سودا راوړل وغیره.
۱۷: ماشوم باندې تاکید مکوئ چې باید بریالی انسان واوسي، پوه یې کړئ چې کۀ ناکام هم شي کومه غټه خبره نۀ ده، ناکامي د ژوند یوه حتمي برخه ده.
۱۸: ماشوم ته مو مینه ورکړئ تر څو اینده کې د دروغو د مینې جال کې ونۀ نښلي.
۱۹: د ماشوم هر فرمایش مۀ منئ، خو د ردولو پۀ صورت ورته معقول دلایل ووایاست یا ورته شرطونه کېږدئ، مثلاً زویه سمه ده بایسیکل درته اخلم خو کۀ وګورم خپل درس منظم لولې او لایقه کېږې.
۲۰: ماشوم بیخي زیات د موبایل، کمپیوټر وغیره نه لرې وساتئ.
۲۱: ماشوم ته خپل افکار مۀ ورنقلوئ، یوازې د فکر کولو چل ورزده کړئ.
۲۲: ماشوم د ځينې دیني پوښتنو پۀ صورت کې مۀ رټئ، مثلاً خدای څنګه پیدا شو؟ ښۀ ځواب دا دی چې ورته ووایاست چې لوی شوې پوهېږې.
۲۳: ماشوم سره مو بحث ته لاره هواره کړئ او دا احساس ورکړئ چې نظر یې مهم دی، مثلاً لورې: تۀ څۀ فکر کوې چې زمونږ اړیکه د خپلوانو سره باید څنکه وي؟ یا تۀ څۀ فکر کوې د ښوونځي کوم مضمون تر بل مهم دی؟
۲۴: د ماشوم خبرې ته پوره غوږ ونیسئ، حتی کۀ تاسې مهمه خبره هم درلوده د ماشوم خبره مۀ قطع کوئ.
۲۵: د یو بل درناوی وکړئ تر څو ماشوم درناوی کول زده کړي او ستاسې درناوی وکړي.
۲۶: ماشوم ته د عیب پۀ نوم غږ مۀ کوئ یا یې بار بار مۀ ورته متوجه کوئ، لکه توره، پیت پوزې.وغیره دوی ممکن وروسته د باډي ډیسمورفیک سنډروم پۀ نوم پۀ رواني ناروغي اخته شي.

لیکنه: رفیع الله حلیم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!