په قصص القرآن کې د حضرت یوسف علیه السلام کیسه په احسن القصص یاده شوې ده

له شک پرته الله متعال د خپلوبندګانودهدایت اولارښوونې لپاره یوسل اوڅلورویشت زره کم او زیات رسولان، پیغمبران اونبیان را لېږلي چې یوشمېرله دوی د خپل ماموریت په دوران کې له سختوستونزوسره مخ خوبیا یې هم د ایوب صابرعلیه سلام په شان صبرکړی او اراده یې نه ده ټکنۍ شوی .حضرت یوسف علیه سلام دخپلووروڼولخوا کوهي ته واچول شو خو ژوندی را ووت اوحقیقت یې په اړه خپل ځای ونیو، حضرت ابراهیم خلیل الله خپل دسترګوتور زوی اسمعیل ذبیح الله ، دالله پاک د حکم پربنا د قربانګاه په لور روان کړخوبیا هم ابراهیم خلیل الله له دغه الهي آزمون څخه بریالی را ووت ، حضرت یونس علیه سلام د ماهي په خیټه کې ژوندی پاته شو، د لوط علیه السلام قوم دسرکشۍ له وجې تباه اوبرباد شوهمدارنګه د نوح علیه السلام قوم د هغه له زوی سره د باراني توپان په اوبو ډوب شو.دا ټولې هغه کېسې دي چې الله پاک په خپل وروستي کلام (قرآن مجید) کې د مسلمانانو د پند او عبرت لپاره راوړې ، مهمه ترټولویې د حضرت یوسف علیه السلام دسختیواوږده کیسه ده ځکه الله پاک دا کیسه د احسن القصص په نوم یاده کړې ده ، داچې ولې ؟ دلاندې روایت له مخې به دې پوښتنوته بشپړځواب وویل شي .
راوي وایي : ډېروخت مې فکرکاوه چې الله پاک د حضرت یوسف علیه السلام کیسه ولې په احسن قصص یاده کړې ده ؟ خووروسته له ډېروڅېړنواومطالعاتو راته څرګنده شوه چې په دې کیسه کې د بشرلپاره ډېرلوی پند اوعبرت نغښتی دی نو ځکه د احسن القصص په نوم یاده شوې ده .
۱ـ حضرت یوسف علیه السلام له تامننه ، ستا له کېسې مې زده کړل چې ځینې کسان له موږ سره زموږ د عیبونوله وجې نه ، بلکې زموږ د ښېګڼو له وجې کینه کوي ، نوله تا سره خپلو وروڼو ځکه کینه وکړه چې ته ښکلی ، خوږ ، پرپلار ګران اود نیکواخلاقوخاوند ، ددوی په څېرنه وې چې عیبونه د یاد شي.
۲ـ ستا له کېسې موزده کړل چې ځېنې وختونه انسان له هغه ځایه ویشتل کېږي چې هېڅ توقع یې نلري ، ته که له شرمښ وساتل شوې خوله خپلووروڼو، ونه ساتل شوې .
۳ـ زده مې کړل ، څوک باید خپلې ټولې ښېګڼې چې الله پاک ورلورولې چاته ونه وښایي ، ځکه داسې کسان شته چې سترګې او زړونه یې تنګ وي د نورود ښېګڼود ذغم توان نه لري اود هغوی په لاسونوکې نعمت په خپلولاسونوکې ترنعمت ډېرګوري.
۴ـ دا مې زده کړل ، کله ناکله مجرمان د ناصحانوجامې اغوندي نوځکه وروڼو پلارته وویل : موږ یې ناصحان یو، له هغه به پوره ساتنه اوپالنه کوو.۵ـ پوه شوم چې : ځېنې له ځېنونه په (شر) کې سپک وي ، څنګه چې خلک په ښېګڼوکې یوشان نه وي نوپه بد ګڼوکې یې هم تو پیرموجود وي ، ځکه نوتاته ستا هغه ورورچې بد ګنوکې له نوروکم و، له مرګ نجات درکړ ، یوسف مه وژنئ . ۶ـ دامې زده کړل ، له څه شي چې ویرېږم هغه باید خلکوته په ډاګه نکړم څومې له دې کړکۍ ونه وهي ، پلار زامنو ته وویل : وېرېږم شرمښ یې درنه وخوري وروڼود په بازګشت کې پلارته وویل : یوسف شرمښ وخوړ .
۷ـ دا مې زده کړل ، هېڅ جریمه بشپړه نه وي له مجرم نه هرومرو یوداسې څه چې دی نه ورته متوجې ، پاتېږي ، ستا وروڼوهیرکړل چې ستا په وینو رنګ کمیس وشلوي دا به کوم شرمښ وي چې ماشوم له کمیس نه روغ را وباسي ، بیا یې وخوري.
۸ـ دا مې زده کړل چې په شیانوکې خیر، شر، نشته بلکې د کارولوپه طریقه کې یې خیراو شر پروت دی ستا کمیس یوځل د درواغو، آله شو، بل ځل ستا د برآت اوسپېڅلتیا نښه وګرځېد اودرېیم ځل ستا د پلارد ړندوسترګودرمل شو.
۹ـ دامې هم زده کړل چې په دې نړۍ کې خیراوشر، نشته هغه څومره بد کوردی چې ته پکې په څو ټنګو پېرل کېږې اوپلورل کېږې.
۱۰ دا مې هم زده کړل چې اوسنۍ مدرسې ، لېسې ، پوهنتونونه اوکتابونه یوازې اسباب دي اوحقیقي معلم الله تعالی دی موږ ورته د خوبونوتعبیر ورزده کړ ، موږ علم اوحکمت ورکړ ، الله پوهه د تقوا پر بنسټ ورکوي ، له الله نه وویرېږی او الله تعالی به تاسې ته پوهه درکړي
۱۱ـ یوسفه ! ستا له کېسې مننه، ما ترې زده کړل چې عزتمند غدرنه کوي اوساهوپه هغه کوهي کې (لاړې) نه توف کوي له کوم چې اوبه خوری زلیخا ته دې څومره (کره) خبره وکړه له الله نه فنا غواړم هغه زما رب دی ماته یې پاک مقام راکړی ، څنګه یې په ګناه ککړکړم .
۱۲ـ سپیڅلی هغه دی چې الله یې سپیڅلی کړي اوهغه په فتنه کې دی چې الله پاک خپلوشهوتونوته پراېښی وي څوک چې له الله تعالی سره په آسانۍ کې ملګری شوی وي، نوالله پاک به په سختی کې له هغه سره ملګري شي .۱۳ـ دا مې هم زده کړل ، یوکارکه زه ونه غواړم نوټوله نړۍ مې یې په کولونشي اړکولی، د عزیز میرمن دې مشره وه ، د مال جمال اومنصب څښتنه وه ، ټولې دروازې یې درپسې وتړلې ، غوښتنه یې درنه وکړه ، تا مقاومت وکړ، ځکه چې تا نه غوښتل .
۱۴ـ یوسفه! مننه ستا له کېسې مې زده شول چې په زندان کې ډېری بیګنا کسان هم وي ځکه په خلکو ظلم لرغونی دی .
۱۵ـ دا مې هم زده شول ، د ایمان خواږه ، د ژوندانه په ترخوبرلاسي دي ، د ایمان خوږو، د زندان ترخه درنه هیرکړل، که دې خیانت کړی وای، داسې هېڅکله نه کېدل ، نوماڼۍ به په هومره پراخوالي درته تنګه شوی وای .
۱۶ زده مې شول ، چې هرځای دعوتګرشته په ماڼۍ کې غلام الله (ج )ته خلک را بولي، بندیوان په بند کې د حق ثنا وایی اوخلک الله تعالی ته را بولي .
۱۷ـ دا مې هم زده شول چې اصل معدن په هېڅ صورت په هېڅ ځای کې تغییرنه کوي په زندان کې درته وویل شول ته له نیکانوڅخه یې اوباچا په چوکۍ ناست له تا بښنه وغوښته ځکه چې ته ورته نیکوکارښکاره شوې .
۱۸ یوسفه ! مننه ستا له کمیس مې هم زده شول ، چې د هر(شر) ترشاه کینه ولاړه ده ، کینه لومړی ګناه وه ، چې د الله تعالی د نافرمانۍ سبب شوه ، ابلیس آدم ته ځکه سجده ونکړه چې کینه یې ورسره پیدا شوه اوپه مځکه کینه لومړی ګناه وه چې هابیل یې قرباني شواوته هم په کوهي کې کینې وغورځولې .
۱۹ـ دامې هم ترې زده کړل، چې فساد د خراب منجمنت له کبله وي ، نه دمواردو د کمښت له امله ، تا چې د مصر ولس ته له وچ کالۍ نه نجات ورکړ، تاورته نوي موارد را نه وړل ، بلکې په نوې ادارې د زاړه مواردې تنظیم او تطبیق کړل .
۲۰ـ دامې زده کړل چې په دنیا کې د حق اوباطل جګړې تل پاتې ده ، یوازې پوځیان بد لېږي را بد لېږي د عزیزله مېرمنې سره ستا جګړه دعفت اوشهوت ترمنځ جګړه وه ، له وروڼو سره دې جګړه د مینې او کرکې ترمنځ جګړه وه ، چې دا جګړې په هرعصرکې د انسانانو ترمنځ روانې دي .
۲۱ـ زده مې شول ، چې د چارود ادرې لپاره باید پلان ولرم دوچکالۍ لپاره پلان موجود و تاسره د ورور د پاته کېدو پلان هم موجود و .
۲۲ـ الله تعالی د جګړې لپاره داسې وسله غوره کوي چې د چا په خاطر کې نه ګرځي، الله تعالی کولی شول چې زندان ته ملایکې ولېږي دیوال سوری یا ړنګ کړي او تا ترې را وباسي مګرباچا ته یې ستا دخوب تعبیر ورولېږه .
۲۳ـ ترې زده مې کړل چې منصبونه د تکلیف مقامونه دي ، نه دتشریف ، تاد خزانې وزارت وړاندیز ځکه وکړ چې ویې ویشې نه داچې خېټه پرې واچوې که ترځان دې په دې کارکې غوره موندلی هېڅکله دې دا وړاندیزنه کاوه .
۲۴- دا مې هم زده شول چې واقعي مینه یوداسې خوږ بوی لري چې یوازې مینان یې حس کولی شي نوځکه خود ې پلارته د کمیس له رسېدو ، د مخه ستا بوی حس کړ.
لیکنه: حیات الله حلیم