له اسلامي تاريخ يې بايد زده کړو!

طارق بن زیاد بربري و، صلاح الدین ایوبي کردي و، محمد الفاتح له ترکانو و، يوسف بن تاشفین له امازیغ څخه و، قطز له ممالیکو و او برکت خان له مغولو و؛ د اسلام دغه سپېڅلي اتلان د قوميت او نژاد له مخې سره بېل او پاشلي وو، خو د اسلام مبارک او عظیم دين سره متحد او یو موټی وګرځول.
امام بخاري د فارس و، امام مسلم د نيشاپور و، ابن ماجه د قزوین و، امام ابوداؤد د سجستان و، إمام ترمذي د ازبيکستان و او إمام نسايي د ترکمنستان و؛ د صحاح شته کتابونو دغه محدثین جغرافيې او قوميت سره بیل کړي او وېشلي وو، خو د رسول اللهﷺ سنتو/احادیثو په یو فکر او یو منهج سره را ټول کړي وو.
د الله تعالی او بنده تر منځ د نږدېوالي سبب قرابت(خپلوي) نه، بلکې د اسلام دین دی.
هاشمي أبولهب به په جهنم کې وي، خو حبشي بلال به په جنت کې وي. قريشي أبوجهل به په جهنم کې وي، خو فارسي سلمان به په جنت کې وي. وليد بن مغيره مخزومي به په جهنم کې وي، خو صهیب رومي به په جنت کې وي.
د الله تعالی پيغمبر ﷺ ته په نسبي توګه له ټولو نږدې او متمدن قريش د خپلو شومو کړنو په انجام د جهنم خاشاک وګرځېدل، خو بې وزله او پردي صحابه کرام بیا د رسول الله ﷺ د متابعت او ایمان له امله د جنت ټیکداران وګرځېدل.
عبدالله رضي الله عنه خپل پلار عبدالله بن ابی ابن سلول ځکه مدينې منورې ته نه پرېښودل چې د رسول الله ﷺ ګستاخي يې کړې وه، أبوبکر رض ځکه خپل زوی ته د وژلو اراده وکړه چې د اسلام مخالف و او مصعب بن عمیر رض شاهانه او د عياشۍ زندګي ځکه په ملنګۍ بدله کړه چې اسلام ته په کې نه و آزاد.
که يوازې نسب ګټه رسولای؛ نو د رسول الله ﷺ تره أبو لهب په جنت کې و، که دوستي د ځمکې او جغرافيې لپاره وای؛ نو رسول الله ﷺ به مکه معظمه نه وای پرېښی، که دوستي د قوميت او نژاد پرستۍ لپاره وای؛ نو رسول الله ﷺ به له قريشو سره د جګړې دګر ته نه و را وتلای او که دوستي د کورنۍ لپاره وای؛ نو رسول اللهﷺ به د ابولهب له کورنۍ بې زاري نه وای اعلان کړې.
د ختيځ او لوېديځ، شمال او جنوب، د بېلابېلو قومونو پاشلي مسلمانان بايد پر يوه دین سره متحد شي، دښمني او دوستي یې بايد د عقيدې او اسلام پر اساس وي، نه د قوميت، ژبې، جغرافيې او دنیوي مفاداتو لپاره.
نن که مسلمان د مسلمان رښتينی ورور، په درد يې دردمن او په خوښۍ يې خوښ شي؛ بيا به اسلام غالب او کفر مغلوب وي، نن که ورور له ورور سره د اسلام په سر دښمني پیل کړې؛ د باطل لارویان به ټول ذلیله او ضعيفه شي.
نن چې یو اسلامي هېواد په اور کې لولپه او بل يې ننداره کوي؛ دا د کفارو د زړورتیا لامل جوړېږي،
نن چې د نړۍ له یو کونجه بل کافر ته د همکارۍ پيغام وړاندې کېږي؛ دا په دې معنا چې(الکفر ملة واحدة) کفر ټول یو ملت دی او دغه يو متحد ملت باید موږ داسې سره وپاشو، څرنګه چې يې موږ مسلمانان سره پاشلي یو.

لیکنه: حسان مجاهد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button