اخوت او خواخوږي

د دوو انسانانو په منځ کې هغه وخت د اخوت او ورورګلوۍ رابطه او اړيکه پيدا کېږي چې د اسلامي عقيدې او قوي ايمان په تار سره وتړل شي، دغه رابطه د دې باعث ګرځي چې د محبت، مينې، عاطفې او حترام احساس د دوى په منځ کې پيدا شي، دغه احساس چې د يو مسلمان په زړه او داخل کې د بل مسلمان په اړه پيدا کېږي د دې موجب ګرځي چې ډېرې خالصې او د هر غرض نه پاکې اړيکې د دوى په منځ کې راښکاره شي، کمک او مرسته، ترحم او مهرباني، بښنه او يو بل ته تېرېدنه د دغه ارتباط له ښکاره نښو څخه شمېرل کېږي.
يو مسلمان د بل مسلمان سره د هغه محبت او عاطفې له امله چې د دوى په منځ کې ده د هر مشکل په وخت کې اوږه په اوږه دريريږي او کوم شيان چې د يو مسلمان ورور مال، ځان او ناموس ته ضرر رسوي له هغه څخه یې ليرې کوي او په هر مشکل کې يې دفاع او ساتنه کوي.قرآنکريم مسلمانان په خپل منځ کې اخوت او ورورګلوۍ ته زيات تشويق کړي دي او د هغې مقتضيات، غوښتنې او لوازم يې په ډېرو آيتونو کې ذکر کړي دي او د نبوي احاديثو کې هم هغو ته اشاره شوې ده، الله تعالى په قرآنکريم کې داسې فرمايي: ” إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ” د الحجرات سورت، (١٠) آيت، په رښتيا سره مسلمانان سره وروڼه دي، او همدارنګه په بل ځاى کې فرمايي: ” سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ” د القصص سورت، (٣٥) آيت، ستا مټ به ستا د ورور په وسيله قوي کړم (په دې معنى چې هغه به ستا په مرسته کولو مامور کړم) له دې دوو آيتونو څخه دوه مهمې خبرې را څرګنديږي، لمړۍ دا چې څوک ځان ته مسلمان وايي، هغه د بل مسلمان ورور دى او بايد د ورورۍ په فضا کې ورسره وچليږي، دويمه دا چې کله يو مسلمان د بل مسلمان ورور شو نو د ورورۍ تقاضا دا ده چې بايد د خپل مسلمان ورور مټ قوي کړي او په هر مشکل کې ورسره کمک او مرسته وکړي، همدارنګه الله تعالى په بل آيت شريف کې فرمايي: ” وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا” د آل عمران سورت، (١٠٣) آيت، د الله تعالى نعمتونه در په ياد کړئ، چې د هغو له جملې څخه يو دا دى، کله چې تاسې يو د بل دښمنان وئ، نو الله تعالى د ستاسې په زړونو کې محبت او مينه واچوله، نو د الله تعالى د نعمت په وجه سره وروڼه وروڼه وګرځېدئ.په اسلام کې د مسلمانانو په منځ ورورولي د الله تعالى له هغو لويو نعمتونو څخه شمېرل کېږي چې الله تعالى د هغې په واسطه د مسلمانانو په منځ کې مينه او محبت پيدا کوي او په دې سره الله تعالى د مسلمانانو قوت زياتوي، په کومه ټولنه کې چې د اخوت او ورورولۍ مزي غزېدلي وي او دغه غوره صفت پکې پياوړى وي، نو د همېشه لپاره به يې د سعادت او نيکبختۍ ژوند په نصيب وي.امام مسلم په خپل کتاب کې د ورورولۍ په هکله د رسول الله صلى الله عليه وسلم حديث را نقلوي چې فرمايي: “مسلمان د مسلمان ورور دى، په هغه باندې به ظلم نه کوي، د هغه سره به خيانت نه کوي او هغه ته په سپکه سترګه نه ګوري او تحقير او سپکاوى به يې نه کوي، د يو مسلمان لپاره دا ډېره بده خبره ده چې د خپل مسلمان ورور سپکاوۍ وکړي، د يو مسلمان مال، وينه او ناموس په نورو مسلمانانو باندې حرام دي، تقوا دلته ده (درې ځله يې خپلې سينې ته اشاره وکړ).همدارنګه امام بخاري او امام مسلم د رسول الله صلى الله عليه وسلم حديث را نقلوي چې فرمايي: “لايؤمن احدم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه”، کامل مؤمن کېداى نشي هېڅ يو د تاسې تر څو چې د خپل مسلمان ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي کوم څيز چې د ځان لپاره خوښوي، له دې مبارکو احاديثو څخه دا معلوميږي چې د ورورۍ تقاضا او غوښتنه دا ده چې يو مسلمان بايد خپل بل مسلمان ورور ته هېڅکله ضرر ونه رسوي، ځکه چې يو مسلمان ته ضرر رسول د اسلام له نظره حرام او ناروا دي، بلکه کوم شيان چې د ځان لپاره خوښوي بايد د بل مسلمان ورور لپاره يې هم خوښ کړي، که د ځان لپاره روغتيا او صحت خوښوي بايد د بل مسلمان ورور لپاره يې هم خوښ کړي او که چېرې د ځان لپاره سوکاله او آرامه ژوند خوښوي بايد د بل مسلمان ورور لپاره يې هم خوښ کړي، داسې بايد ونه کړي چې د بل مسلمان ورور په حق له بې انصافۍ او ظلم څخه کار واخلي.همدارنګه په يو مبارک حديث کې راغلي دي: ” د مسلمانانو مثال له يو بل سره په دوستۍ او مهربانۍ کې لکه د يو بدن په شان دى، که چېرې د بدن يو اندام او غړى په درد شي نو ټول اندامونه يې ورسره په تبه او بيدارۍ کې شريک وي، دغه حديث امام مسلم او احمد روايت کړى دى.الله تعالى به د قيامت په ورځ اعلان وکړي چې چېرته دې زما په خاطر محبت کوونکي، چې خاص زما د رضا په خاطر يې سره محبت کاوه، نن ورځ به هغوى ته د خپل سوري لاندې ځاى ورکړم، چې نن بې زما له سوري څخه بل سورى نشته، دغه حديث امام مسلم روايت کړى دى.
له دې مبارکو احاديثو نه معلوميږي چې يو مسلمان بايد د بل مسلمان په درد باندې دردمن شي او همدارنګه په خوشحالۍ باندې يې خوشحاله شي او د مشکلاتو په وخت کې يې کمک او مرستې ته ورودانګي،کله چې د مسلمانانو په منځ کې داسې مينه، محبت او ورورولي موجوده وي، الله تعالى ورته د اخرت په ورځ له خپل سوري لاندې ځاى ورکوي او د هغې سختې وروځې له مشکلاتو څخه يې ساتي.
په احاديثو او آثارو کې د اخوت او ورورولۍ زياتې نمونې او مثالونه موجود دي، حاکم په خپل کتاب المستدرک کې وايي: اتيا زره درهمه حضرت عايشې رضي الله عنها ته وليږل شول، روژه وه، زاړه کالي او جامې يې په تن وې، سمدستي يې هغه پيسې د غريبانو او فقيرانو په منځ کې تقسيم کړې، چې د ځان لپاره يې هېڅ څه پرې نښودل، خدمتګار يې ورته وويل اى ام المؤمنين! دا نشو کېداى چې د ځان لپاره دې څه پرې ايښې واى چې د روژه ماتې لپاره مو پرې غوښه اخيستې واى، ويې فرمايل: بچيه! که را په ياد کړې دې واى نو دغه کار به مې کړاى واى.
همدارنګه طبراني په الکبير روايت کوي: چې حضرت عمر فاروق څلور سوه ديناره په يوه هميانۍ کې واچول او خپل خدمتګار ته يې ورکړل تر څو هغه عبيده بن الجراح ته ورسوي، او هغه ته يې وويل: چې ځان د هغوى په کور کې په څه کار مصروف کړه، وګوره چې څه ورباندې کوي، خدمتګار پيسې ابوعبيده ته ورکړې او ورته يې وويل چې امير المؤمنين وايي دغه پيسې مې د ستا د ضرورتونو د پوره کولو په خاطر درلېږلي دي، ابوعبيده وويل: الله تعالى د په عمر رضى الله عنه باندې رحم وکړي، بيا يې خپلې وينځې ته وويل چې دغه اووه ديناره فلاني کس ته ورکړه او دغه پنځه ديناره فلاني کس ته ورکړه، په همدې قسم يې ټولې پيسې تقسيم کړې.خدمتګار بېرته حضرت عمر رضى الله عنه ته راغى او قيصه يې ورته بيان کړه، حضرت عمر رضى الله عنه دغه کار د معاذ بن جبل په حق کې هم کړى و، هغه هم د ابوعبيده بن الجراح په شان پيسې د خلکو په منځ کې تقسيم کړلې، له پيسو څخه صرف دوه ديناره پاتې شول، چې د معاذ رضى الله عنه بي بي را داخله شوه، ويې ويل: قسم په خداى موږ پخپله غريبان يو، څه څيز زموږ لپاره هم پرېږده، معاذ رضى الله عنه دوه ديناره د خپلې ښځې خوا ته وغورځول، خدمتګار راغي او کیسه يې حضرت عمر رضى الله عنه ته بيان کړه، حضرت عمر رضى الله عنه وفرمايل چې واقعاً دغه دواړه يو د بل وروڼه دي، چې يو شان طبيعت لري.
په صحابه کرامو او تابعينو کې داسې ډېرې نمونې پيدا کېږي چې د خپل مسلمان ورور ضرورتونه د خپل ځان پر ضرورتونو مخکې بللي او د هغو د پوره کولو لپاره يې د خپلو ضرورتونه نه مخکې اقدام کوي او کوښښ يې کړى چې د خپل مسلمان ورور مشکلات چې څه قسم کېداى شي حل کړي، الله تعالى دې مونږ د هغوي پيروان وګرځوي.
لیکنه: محمد رحماني