یوه کیسه یو تاثر

کیسه: کوژده
ځوان د ریشکې له پنډي سره په لرګینه دروازه راننوت، ساه یې وهله، په تندي ولاړه څاڅکي څاڅکي خوله باندي یې لستوڼي راکش کو، د دیوال سیوري ته پروت سپي ژبه رایستلې وه، غاړه کي اچول شوې زنګوله یې له غپا سره وشړنګیده، بیا وچې سترګي یې ځوان ته ونیولې، درب سو، پنډه په خاورو کې ولویده،له ځمکي مړه دوړه پورته سوه،ځوان په ستړي غږ وویل
ـ اغا لا ندی راغلی؟
دروازې ته نیږدې د سګي(څاه) په غاړه ناستي ښځي کالو ته لرګی نیولی و، بغیر له دې چې مخ ورواړوي، وې ویل
ـ نه، د غم ښکار یې کړې، خو نن دریمه ده سي له کوره وتلی.
د ځوان مخ ګونځي سو، د غواو اخوران یې له شنو ډکو ډک کړل، څادر یې نیږدې کداني ته ورخطا کو،له چوترې د مرغه چیغي راغلې، ځوان قفس ته وکتل، چیغه یې کړه
ـ ادې دا جل(مړز) چا سره لمر ته را ایستلی؟
ښځي له اوبو ډکه سلواغه په تال کي خالي کړه،په ستړي غږ یې وویل
ـ هغه بل ورور به دي دالته ایښی وي، هغه په هرشي کار لري .
ځوان قفس د دیوال سیوري ته برابر کو، له دالانه یې په کاسه کې لمده مړۍ راواخیسته، د سپي خواته روان سو، دروازه وغنجېده ، له عمره پوخ سړی راننوت، په څادر کي پیچلې غوټه یې ترشاه وه، سپي وغپل،په ټوپو سو، له خپل ځایه یې زورونه شروع کړل، ګرد ورد راڅرخېده، له عمره پوخ سړي ور وکتل
ـ های پمنه بچو، لکسي وږی کړی یې وې.
سړی څاه ته ودرید،سلواغه یې په سر واړوله، په بریتو یې څادر تېر کو، وې ویل
ـ د شکور مورې مبارک، ما خو دي زوی ته لخیره سره دسمال راوړ .
سړي څادر وسپاړه، یوڅه میوه او مالګه وه، ښځي ټیکری په مخ راکش کو
ـ وۍ د ښادۍ کار دي سه، په ښکار پسي تللی وې، کوژده دي وکړه!
سړي په ډډ غږ وخندل
ـ د شامحمد خان نو بیا دغسي کارونه دي، دا عادت مې له پلاره دی، چې په کار کې زړه نازړه توب نه کو، توکل پخدای .
ښځي په خوشحالۍ وویل
ـ وۍ د غم قسمت یې کې، موږ چیرته غوښته، خدای چیري راکړه،شکور زوی ته یې په نصیب کې د جبار لور لیکلې وه،
سړي د چوترې مخته ولاړ ځوان ته مخ ورواړاوه
ـ شکوره مبارک دي سه، راسه مالګه وڅټه، اتي لخیره د څلور پښوو سړی سوې
ځوان حیران ولاړ و، لمده مړۍ یې د تړلي سپي مخته کیښوده، ورو ورو را روان سو، ښځي خوله کږه کړه
ـ را تېز شه، د کوژدې نوم دي واوریده، پښې دي مړې سوې.
سړي په ډکه خوله وویل
ـ هله دا وڅټه
ښځي یوه چونډۍ مالګه ځوان ته ونیوله، هلک سپېره ژبه راوایسته، تېز کوټې ته ولاړ، شېبه وروسته په سرای کې ډزي وسوې، کلی خبر سو، ږوږ سو،د مبارکۍ نارې سوې، شاوخوا خلک سره را مات سول، یوه یوه به ټوپک هم ورسره راوړی و، له راننوتو سره سم به یې خوله اسمان ته سیخه کړه، ښه به یې وډزاوه.
تر مازیګره خلک تلل راتلل، کوټه به کلیوالو ډکه وه، مجلس و، د چایو ترموزونه ښکته پورته کیدل، ملاصاب چې له غرمې راهیسي ناست و، نور یې خدای فاماني واخیسته،راووت، شامحمد له شاه په دسمال کې تړلې میوه پسې راخیستې وه، ملا ته یې ورکړه، ځوان غواوو ته جارو نیولی و، ملاصاب وویل
ـ دی خو له کوژدې سره ډیر تکړه سوی
سړي وخندل
ـ ههههه خامخا نو تاثیر خو لري
ملاصاب تسپې په لاس کې سره واړولې
ـ کیسه دي نه وکړه، چې څنګه دي داسي یودم مالګه راوړه؟
سړي په ږیره لاس راتېر کو
ـ ولا په ښکار تللی وم، له هغې خوا راتلم شپه مې له جبار سره سوه، یاره ملاصاب ډیره زبردسته شوروا یې پخه وه،ولاکه مې دا شل کاله په کور کې داسي خوراک خوړلی و، جبار ویل چې دا مې لور پخه کړې،
نو مې په یوه موزه دوه پښې چوخ کړې، جبار ته مې وویل سې دوستي به راسره کوې، هغه په خندا راړوله، خو ما قران کړی و، ډیر سر او پښې یې وکړې چې ته هم مشوره وکه او زه هم، ما ورته وویل مال مشورې ته ضرورت نسته، دواړه یوبل پیژنو، څه پردي خو نه یو، بیا یې هم زړه نه و، سهار مې لنډه ورغبرګه کړه، چې ستا دا خوشحالي په ما نه لوریږي،هغه خوږه ښوروا دي نه راباندي پیرزو کیږي،سړي څه نه وویل، دباندي ووت، بیرته راغی، ولاکه سې څه سوچ به یې کړی و، په خندا یې وویل
ـ یاره شامامد خان ډیر سر زوری یې
ټینګه غېږ مې ورکړه، یوازي مې مالګه ترې راواخیسته.
ملاصاب موسک شو، بیا یې زیاته کړه
ـ ماشاالله دا یوه خو دي شه غوا پیدا کړې.
سړي وویل
ـ هو، دا نو عمرخان او ظریف راسره ولاړل، هغو را خوشه کړه،ټول کور په مستو او شیدو تر غوږو ماړه یو.
ځوان د وړوکي سخوندر مخته د اوبو بوشکه کیښوده ورو یې وویل
ـ کوژده یې د ښوروا په خوند وکړه، د غوا اخیستو ته یې دوه کسان بیولي وو.
۱۴۰۲/۴/۹ کندهار
رفیع الله احمدي

تاثر: د انسان جامې
څه موده وړاندې تکړه ادیب (ډاکټر احسان الله درمل) لیکلي و چې: زموږ خلک اولاد ته د جامو ګنډلو پر مهال خیاط ته د یوې ګوتې خامي هم ورښيي او په ناپ هر ډول لانجه ورسره کوي، خو واده چې د نجلۍ او هلک دایمي جامې دي؛ هیڅ پام ورته نه کوي.
همدې یوې جملې ما ته د خپلې کوژدې ورځ را یاده کړه، زما ناخوښي او د مشرانو ټینګار مې په زړه شول، چې تر څو ورځو یې چرت را خراب کړی و.
دا دی یو ځل بیا په همدې سوژې یوه لنډه کیسه لولم.
ملګري پیوند پټان سره مې د بهیر په تېره غونډه کې وعده کړې وه چې زه په شعر ښه لیکل نشم کولی، مګر که نثر و، حتماً خپله برخه اخلم؛ خو نه پوهېږم ولې مې د کیسې تر لیکلو وروسته د نقد په خاطر ګوتې مخکې نه ځي؛ ممکن له لنډې کیسې مې هماغه د څو ورځو پخوانی غمجن احساس خپل کړی وي.
د (کوژده) په نوم لنډه کیسه مې د پټان اشنا تر را لېږلو وروسته په یوه ساه ختمه کړه او چې څنګه مې په لومړي پراګراف کې ولوستل: «د دیوال سیوري ته پروت سپي ژبه رایستلې وه، غاړه کي اچول شوې زنګوله یې له غپا سره وشړنګیده…» نو شک راته پیدا شو چې دا کیسه خو به د مرحوم احمدي صیب نه وي؟
خو خیر کیسه مې له یو سوي اسویلي سره ختمه کړه او پټان ته مې ولیکل چې: د دې کیسې لیکوال څوک دی؟
هغه وویل: د احمدي صیب وراره (رفیع الله احمدي) دی!
زړه مې اوبه وڅښلې ځکه رفیع الله احمدي چې زه یې کشر احمدي بولم، د داستاني ادب د ستر خان (نصیر احمد احمدي) په کاله را لوی شوی او د نثر له ټولو هنرونو، رازونو او ښېګڼو سره بلد ځوان دی، چې همدا ځانګړنې یې په لنډې کیسې کې هم واضحې ښکاري.
زه په لنډې کیسې تیوریکي او د نقد له اصولو سره سم لیکل نشم کولی او د خپل ذوق مطابق لنډې کرښې کاږم، نو ځکه خو یې د کیسې له نومه را پیلوم، ځکه ما یې لومړی نوم لوستی دی.
د کیسې نوم ښه ټاکل شوی چې ډېر څه نه ترې معلومیږي او لوستونکي ته یوازې د کوژدې اړوند اټکلونه پریږدي، د هغو کیسو په څېر نه دی چې لوستونکي ته وار له واره ټول پېغام ولېږدوي، یا یې ډېر حیران کړي. دا یو عادي او د منځنۍ کچې عنوان دی، چې کومه بدګڼه نه لري.
د کیسې پلاټ ښه منظم شوی، څو مختلف ژوندي کرکټرونه لري او سوژه یې که څه هم ډېرې نوې نه ده، خو په غوره انداز وړاندې شوې، چې لوستونکی نه خسته کوي او موضوع ورته نه تکراري کیږي.
د کیسې نثر ساده، روان او له لنډو انځوریزو جملو ډک دی، چې لوستونکی له ځان سره اخلي او تلوسه یې ورو ورو زیاتوي. دا تلوسه د کیسې د منځني کرکټر یا اتل تر وروستۍ جملې پورې لوستونکی جذبوي.
د کیسې پیل، منځ، پای، د اوج نقطه او وروستۍ غوټه ښه ترتیب شوي او محاورو یې خوند څو چنده زیات کړی دی.
د کیسې پېغام مثبت دی اږ موږ ته دا را په ګوته کوي چې نور باید انسان ته د هغه په ریښتوني ارزښت قایل شو او په سر یې ناخبرې سوداوې ونکړو.
دا پېغام موږ ته د خپلې ټولنې یو تر ټولو تریخ انځور را ښيي، چې له امله یې د بې شمېره پېغلو او زلمیو په هیلو او زندګیو لوبې وشوې.
په سراسر کیسه کې لنډې لهجوي جملې، ترکیبونه او لغتونه لیدل کیږي، چې د لیکوال په زیاتې مطالعې، ژب پوهنې، فرهنګ او د لغتونو زخیرې سره ډيرې بلدتیا او د کیسې په ریالیستیک توب دلالت کوي. همدا لنډې جملې او هنري انداز دی چې د کیسې ژبه لا زیاته انځوریزه او شتمنه کړي.
د کیسې ژبه هم د پام وړ او ښه ده. که لیکوال د کیسې له ژبې سره انصاف کړی نو د کرکټر ژبه یې هم کمزورې نه ده او که لږ ښه ورته ځير شو، ان د کیسې موقعیت او جغرافیه هم ترې پېژندلی شو.
په ټوله کیسه کې اضافي جملې نه لیدل کیږي او که کوم ځای یوه نیمه جمله زیاته ښکاره شي، ښایي هغه هم د کیسې د انځوریزې کولو په خاطر وي، چې د نه ستړي کولو ذمه یې زه وایم.
د لیکنې په پای کې د لیکوال لپاره د لیکنښو اړوند یوه لنډه یادونه مهمه بولم؛ ځکه د ډېرو جملو په پای کې یو ډول لیکنښه هم نه لیدل کیږي؛ حال دا چې ځینې ځایونه پکې شارحې، ټکي او کامې ته اړتیا وینم.
همداراز ځینې سخت لهجوي لغتونه چې د کمې مطالعې لوستونکي ته درانه تمامیږي، غوره به وي که د کیسې له پای وروسته یې په لنډ نوټ کې د مرکزي لهجې مترادف لغت هم ولیکل شي، د متن منځ کې په دې ښه نه دی چې کیسه خنډنۍ کوي.
د دې ترڅنګ په ځینو ځایونو کې پنځه ګونې یاګانې هم باید یو ځل بیا تر نظره تېرې شی، ځکه سمې نه دي کارول شوې او که دا مشکل زیاتیږي، نو د لغت معنا بدلولی شي.
خلاصه دا چې کیسه په ښه ډول پيل او له یو مثبت پېغام سره منطقي ډول باندې ختمه شوې ده، چې په نثري ادب کې یې ښه زیاتونه بولم.
د کشر احمدي د نورو ښکلو تخلیقاتو او هغو ښایسته ورځو په هیله چې موږ د انسان ریښتوني ارزښت ته پکې قایل شو!

لیکنه: سمسور ودان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button