کرکټ – ایوریج او سټرایک ریټ

د کرکټ لوبو په اوږدو کې به مو سټرایک ریټ او ایوریج اصطلاح ګانې اوریدلې وي. د پلانکي ایوریج داسې، د هغه سټرایک ریټ هغسې.
ایوریج او سټرایک ریټ څه ته وايي او څنګه محاسبه کیږي؟
ایوریج چې مونږ او تاسې یې اوسط بولو د منډو اوسط دی. د توپ وهونکي د هغه لخوا ترسره شوېو منډو څخه اوسط اخیستل کیږي او د توپ اچونکي د ورکړیو منډو له مخې.
د توپ وهنې اوسط د محاسبې لپاره د توپ وهونکي لخوا کړې منډې د هغه په پاڼیو یا اننګزونو تقسیمږي او پایله یې د توپوهونکي د بیټنګ ایوریج کیږي. د بیلګې په ډول یو توپوهونکي په دوو پاڼیو کې سل منډې کړې دي، نو د هغه بیټنګ ایوریج پنځوس دی. البته منډې په هغه پاڼیو ویشل کیږي چې توپوهونکی پکې سوځیدلی وي. په کومه پاڼۍ کې چې توپوهونکی ناسوځیدلی پاتې شي، منډې په هغه پاڼۍ نه ویشل کیږي. د بیلګې په ډول، یو توپوهونکي په یوه پاڼۍ کې پنځوس منډې وکړې او وسوځیدو او په ورپسې لوبه کې یې پنځوس منډې وکړې او ناسوځیدلی پاتې شو نو د هغه د بیټنګ ایوریج سل دی.
د بیټنګ سټرایک ریټ بیا په هرو سلو توپونو باندې د توپوهونکي شوې منډې ویشل دي. که یو څوک په ۲۰ توپونو ۱۸ منډې وکړي نو د شلو توپونو په تناسب ۱۸ منډو په کولو توپوهونکي په هرو سلو توپونو ۹۰ منډې کړې دي یا د ۹۰ په سټرایک ریټ یې خپلې منډې کړې دي.
د بالر ایوریج بیا د ورکړیو منډو په ویکټو باندې په ویشلو ترلاسه کیږي. د بیلګې په ډول یو بالر په یوه لوبه کې څلویښت منډې ورکړې دي او دوه کسان یې سوځولي دي نو هغه بالنګ ایوریج شل دی، او که درې یې سوځولي دي نو ۱۳.۱۳ ایوریج سره یې خپلې ویکټې ترلاسه کړي دي. همدا راز، د بالر سټرایک ریټ د هغه لخوا اچول شویو توپونو په اخیستل شویو ویکټو باندې په تقسیمولو باندې ترلاسه کیږي. د بیلګې په ډول یو بالر په لسو اورونو یا په شپیتو توپونو یوه ویکټه واخیسته نو د هغه سټرایک ریټ ۶۰ دی خو که دوه ویکټې یې واخیستې نو سټرایک ریټ یې ۳۰ دی.
دا احصایې په دومداره توګه ساتل کیږي او د لوبغاړو د لوبیز ژوند ارقام په همدې بڼه تقسیمولو سره د لوبغاړي د وړتیا ارزونه ترې کیږي.
په عصري لنډ مهاله (یو ورځنیو او شل اوریزو) کرکټ کې په ښه ایوریج او ښه سټرایک ریټ، یعني د دواړو په لوړ ساتلو سره منډې کول یا ویکټې اخیستل د غوره لوبغاړي نښه ده. په ټیسټ کې د بالر لپاره ښه سټرایک ریټ له ایوریج مهم ګڼل کیږي ولې چې هلته منډې ساتلو په پرتله ویکټې اخیستل مهم ګڼل کیږي. همدا راز، د بیټنګ ایوریج له بیټنګ سټرایک ریټ مهم دی. که څه هم د روان کال په اوږدو کې انګریزانو د ټیسټ لوبې لکه شل اوریزو تیزې کړي خو تراوسه هم دا اساس په خپل ځای دی.
که کوم اړخ د کیسې راڅخه پاتې وي، هغه دې نور ملګري پرې ور زیات کړي.
لیکنه: مشتاق رحیم