کرکټ؛ له پایلوبې الهام

د هند په ضد مو د ټریوس هیډ طوفاني توپوهنه وڅارله، خو دې ته به مو ډیر کم پام کړی وي چې بل اړخ ته د آرامه اعصابو خاوند مارنوس لبوشین وو چې د هیډ سره د ډاډه ملګرتیا په مرسته یې د هند تیزو توپ اچونکو یرغل په شا وتمبولو.
خو زه چې څه ویل غواړم هغه بل څه دي:
د تیر یو، یونیم کال په اوږدو کې لبوشین لوبه بې خونده شوې وه، منډې ترې نه کیدې او په دا وروستیو کې د آسټریلیا له لوبډلې کینول شوی وو. مارنوس هم باوري وو چې له نړیوال جام پاتې دی. درې میاشتې مخکې آسټریلیا سویلي افریقا ته د یو روځنیو لوبلړۍ لپاره سفر درلود. مارنوس له مسافرې لوبډلې احتیاطي لوبغاړي په توګه ځکه وړل شوی وو چې یو شمیر لوبغاړي ټپي او یا هم ناروغ وو. سبا د سویلي افریقا سره لوبه وه، د مارنوس مور ورته وايي چې سبا دې د لوبې نندارې ته لوبغالي کې کینم، او ته به ځلیږې. لبوشین مور ته وايي چې مورې ځان مه په عذابوه، زه حتی په پنځلسو کې نه یم نو یولس لوبیدونکو ته په څنګه ور ګډ شم. زه لوبه کې نه یم.
د مارنوس مور خپل پیاوړي باور سره د زوی لوبې لیدو ته میدان ته ځي، د لوبو په اوږدو کې د آسټریلیا یو لوبغاړی په سر لګیږي او د کرکټ نوي قانون سره د سر ګنګسۍ له کبله له لوبې کینول کیږي او د لوبډلې مدیره هیت د لبوشین نوم د بدیل لوبغاړي په توګه ورکوي. که مې دقیق یاد وي، د شپږ که اوو لوبغاړو په سوځیدو مارنوس لبوشین ویشتنځي ته راځي، لوبه مدیریت کوي، بیا هم که دقیق مې یاد وي، سلیزه وهي او مور د خپل زوی له خوندورې لوبې خوند اخلي او که حافظې مې نه غلطوي لوبه هم ګټي.
مارنوس د لوبلړۍ په نورو لوبو کې هم غوره لوبیږي. کله چې د لوبلړۍ څخه د مخه ورڅخه پوښتنه کیږي چې څنګه، اوس خو به باوري یې چې هند د نړیوال جام لپاره ځې. مارنوس وايي باوري نه یم. آسټریلیا لوبډله اعلانوي او مارنوس لبوشین د پنځلسو په لړ کې هند ته روانیږي. د نړیوال جام ټولو لوبو کې لوبیږي او د کرکټ د دې سترې میلې وروستۍ لوبه کې داسې مهال میدان ته ښکته کیږي چې د هند توپ اچونکي توپ نڅوي، آسټریلیا تر خورا جدي فشار لاندې دی خو مارنوس کرار د خپل ملګري ټریوس هیډ سره د حالاتو مقابله کوي تر هغې چې خپل ملت ته د کرکټ په میدان کې شپږم وار جام ګټي.
ژوند که یو وار ولیدل لري، په وار وار د ودریدو چانس هم، چې همت وي، باور وي او موقعې لاس ته راوړلو سره له هغې د ګټې پورته کولو چمتو والی.
ښايي ډیرو ته به د ټریوس هیډ بریدګره لوبه د آسټریلیا د بري لامل ښکاري، زه یې هم منم خو زما په آند، دا د مارنوس لبوشین آرامه، متمرکزه لوبه او باوري ملګرتیا وه چې هیډ ته یې خپلې اصلي لوبې کولو واک لاس کې ورکړو.
تر کومه ځایه چې د نړیوال جام خبره ده، افغان اتلان د دغه لوبو ښکلا وو، خو په پایلوبو کې مې غوښتل چې نیوزیلینډ او سویلي افریقا مخ ته لاړ شي او جام وګټي. هغوي چې له لوبو ووتل نو ورسره زما لپاره پایلوبه بیا دومره زړه راښکونکې پاتې نه شوه.
لیکنه: مشتاق رحیم