د ستور پوهنې اختراع

که څه هم بابل‌والو، چینایانو، او مصریانو د ستورو او سیارو نقشې جوړې کړې وې، خو له ستورپوهنې څخه په یونان کې علم جوړ شو. له میلاده کابو ۵۵۰ کاله مخکې، د یوناني فیلسوفانو یوه ډله تر افسانوي کیسو تېر شول او نیت یې وکړ چې کاینات په نوي انداز کې مطالعه کړي. که څه هم هغوی ته د هېليوس (د لمر خدای چې وروسته Apollo بلل کېدی) دې کیسې خورا خوند ورکاوه چې د لمر بګۍ (ټانګه) هره ورځ په اسمان کې را کشوي، خو هغوی ته دا سوچ هم را ولاو شو چې همدې خدای دا کار د اسمان په نورو برخو کې ولې نشو کولی. نو ځکه یې وویل چې ښه خبره به دا وي چې دا شیان د منطق او مشاهدو پر بنسټ مطالعه کړو.

کابو ۲۰۰ کاله وروسته، ستر یوناني فیلسوف ارسطو (۳۲۲ – ۳۸۴ قبل المیلاد) د دې مفکرینو نظرونه را ټول کړل او د ځمکې او اسمانو لومړنۍ توحیدي شرحه یې ترې جوړه کړه. د فلسفې او ساینس په اړه د ارسطو (Aristotle) افکار کابو ۲۰۰۰ کاله په نړۍ کې وچلېدل.

ارسطو ویل چې ځمکه د کاینات ټیک په منځ کې ده. لمر، سپوږمۍ، سیارې، او ستوري په منظمو دایرو او کریسټال غوندې شفافو پوښونو کې پر ځمکې راڅرخي. چې رښتیا شي ارسطو دا خبره هم کوله چې دا په اصل کې ۵۵ پوښونه دي چې پیاز غوندې یو په بل اغوستل شوي او ځمکه یې په مرکز کې ده.

ارسطو ساینسپوه کم او فیلسوف زیات و. خو هیپارخوس (ابرخش Hipparchus | ۱۲۷ – ۱۴۶ قبل المیلاد) لومړنی حقیقي ستورپوه و چې د ۸۵۰ ستورو نقشه او د ځلا (magnitude) له مخې د ستورو لومړنۍ ډلبندي (دسته‌بندي) یې جوړه کړه. د ځمکې زنګېدا (precession) – یانې هغه حرکت چې ځمکه پر خپل محور پکې زنګېږي – هم همدې سړي کشف کړې ده.

لیکنه: نصرت الله فضل حق

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button